له اوږده ځنډ وروسته د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته د مرستو استول پیل شول

د عکس سرچینه، ARC
د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو له خلاصېدو وروسته په لومړي ځل له ۱۳۰ زرو ډېر کسانو ته د مرستو د رسولو بهیر پيل شوی.
دا مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د خوړو نړیوال پروګرام او د افغانستان د سرې میاشتې له خوا رسول کېږي.
چاوراکي وايی دا لړۍ به تر۱۰ ورځو دوام کوي.
په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جګړې امله دغو ولسوالیو ته څو اوونۍ لویې لارې تړلې وی.
هلته ډاکټران وايي په دې موده کې په ګوردیش کلي کې د زیږون پرمهال دوه میندو او څوماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ولسوالیو د ځايي چاراکو په وینا د پاکستان د بریدونو له امله دې سیمې ته غځېدلې لارې شاوخوا یوه نیمه میاشتې تړلې وې.
افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پرویز احمد فیضي بي بي سي ته وویل چې د مرستو دا لس ورځنی بهیر د خوړو له نړیوال پروګرام ډبیلو اېف پي او د افغانستان له سرې میاشتې سره په ګډه پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، "دې سره، شاوخوا ۱۳۶ زره کسانو ته چې د نا امنیو له امله د اړینو توکو له سخت کمي سره مخامخ وو مرستې ورسېږي"
ده وویل "دې توکو کې ډېره برخه خوراکي، روغتیايي مواد او نور اړین توکي شامل دي".
د بشري مرستو بنسټونه غوښتنه کوي چې دې ځپل شویو سیمو کې خلک باید په خوندي توګه او له کوم خنډ پرته مرستو ته لاس رسی ولري.
ډبیلو اېف پي ویلي دې بهیر کې به هغو کسانو ته مرستې ورسېږي چې له اوږدې مودې له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شوي وو.
برګمټال او کامدېش د نورستان دوه لویې او ګن مېشتې ولسوالۍ دي.
نورستان کې د طالبانو حکومت ځايي چاراکو ویلي وو چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د دې ولسوالیو لارې تړل شوې وی، د دوی د ادعا له مخې پاکستاني ځواکونو پر ټولو هغو کسانو ډزې کولې چې غوښتل یې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
اوس چې د مرستو لړۍ پیل شوې ده، دا هېله مندي ورسره پیدا شوې چې د خلکو ستونزې به تر ېوې کچې راکمې شي.


















