د بایسکل نړیواله ورځ؛ د دې سپورتي او ټرانسپورتي وسیلې ګټې څه دي؟

یوه ښځه پر بایسکل سپره ده او په مخکېنۍ کنجوغه کې یې یو سپی هم کېنولی دی. دواړو کامرې ته مخامخ ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ظریفه امیر
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

که یو ساده عادت وکولی شي ستاسو عمر اوږد کړي، فشار مو کم کړي او بدن مو سالم وساتي، ایا غوره به یې نه کړئ؟ بایسکل چلول همداسې یو ګټور عادت دی.

د جون درېیمه، د بایسکل نړیواله ورځ ده. یوه داسې ساده وسیله چې د نړۍ میلیونونو کسانو لپاره یوازې د تګ‌ راتګ وسیله نه بلکې د ژوند د بڼې، روغتیا او ان د فردي ازادۍ برخه ګڼل کېږي.

په داسې حال کې چې د نړۍ په لویو ښارونو کې د بایسکل چلولو دود وده کوي، څېړنې ښيي چې د بایسکل چلول هم د بدني او هم رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مهمه ونډه لري.

له لندن او امستردام ښارونو یې نیولې د افغانستان تر کلیو او ښارونو، بایسکل لا هم یوه ارزانه او د لاسرسي وړ وسیله ده.

د یوې څېړنې له مخې چې بریتانیا کې پر څه باندې ۲۵۰ زره کسانو ترسره شوې، هغه کسان چې په منظم ډول بایسکل چلوي، د زړه ناروغیو له امله د مړینې له خطر سره تر ۵۰ سلنه لږ مخ کېږي او د هر ډول مړینې خطر هم تر ۴۰ سلنه راکموي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي، بایسکل چلول د کم‌ خوځښت پر وړاندې د مبارزې له تر ټولو اغېزمنو لارو یوه ده.

کم‌ خوځښت یا فزیکي کار نه کول، یوازې اروپا کې هر کال د نږدې یو میلیون کسانو د مړینې لامل کېږي. خو د بایسکل چلولو ګټې یوازې تر بدني روغتیا محدودې نه دي.

ګڼو څېړنو ښودلې چې د بایسکل چلونه کولی شي اضطراب، خپګان او رواني فشارهم کم کړي.

په نننۍ نړۍ کې د بایسکل چلولو چاره په چټکۍ سره زیاتېږي.

د کابل پر یوه سړک یو سړی ښکاري چې پر بایسکل سپور دی او په کنجوغه پورې یې پوکڼۍ تړلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې هم د بایسکل چلول عام دي. څوک کار ته پرې ځي، څوک خواري مزدوري پرې کوي او څوک یې د ورزش او لوبو په موخه کاروي.

په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې بایسکل چلوونکو ته پر سړکونو ځانګړې لارې جوړې شوې او ان ترافیکي قوانین هم د هغوی په ګټه برابر شوي دي.

په لویو ښارونو کې بایسکل چلول د هوا د ککړتیا په کمولو کې هم مهم اغېز لري. ځکه خلک د موټرونو پر ځای پر بایسکلونو یو بل ځای ته ځي.

په هالنډ کې له هرو لسو کسانو نهه یې بایسکل لري.

همداراز د لندن په څېر ښارونو کې بایسکل چلول د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې. چارواکي خلک هڅوي چې په مناسب موسم کې او د خوندیتوب اصولو له مراعتولو سره چې د ځانګړې خولۍ کارول او د ترافیکي قوانینو مراعتول دي، له بایسکله ډېر کار واخلي.

په نړۍ کې ګڼ شمېر نامتو کسان هم بایسکل چلوي. چې یو یې د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما او نور پېژندل شوي سیاستوال او مشران دي. دا هغه کسان دي چې د خپلې روغتیا ساتنې یا د پاکې ترانسپورتي وسیلې دودولو او د ژوند د سالمې بڼې ساتلو لپاره یې دا وسیله غوره کړې ده.

خو د ځینو لپاره، بایسکل یوازې سپورت یا ترانسپورټ نه دی. د بېلګې په توګه د کابل یوه ځوانه ډاکټره چې اسما امیر نومېږي، وايي، "بایسکل چلول د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري. دا د پښو، ملا، خېټې او زنګون عضلات پیاوړي کوي. دا د نورو ورزشونو پرتله پر مفصلونو لږ فشار راوړي. بایسکل چلول د کالوري په سوځولو کې هم انسان سره مرسته کولی شي. د همدې لپاره دا د مناسب وزن په ساتلو کې اغېزمن رول لري".

ښایي دا هم په زړه پورې وي چې د نړۍ یو له سترو ساینسپوهانو هم د بایسکل چلول خوښول.

دا د شلمې پېړۍ مشهور فزیکپوه البرټ اینسټاین و چې ویلي و، ژوند د بایسکل چلولو په څېر دی، تاسو یې باید د انډول ساتلو لپاره تل وخوځوئ.

هغه دا خبره په ۱۹۳۰ کال کې خپل زوی اېډوارډ ته په یو لیک کې کړې وه، چې په ژوند کې خپلو هڅو او خوځښت ته دوام ورکړي.