دودونه او دعاګانې: د نړیوال جام مینهوال د روحاني مداخلې په لټه کې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لیبو دیسیکو
- دنده, د مذهب نړیواله خبریاله
- رپوټ له:, لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ډالیا واکر باور لري چې د فیفا وروستي نړیوال جام په بریا کې د هغې د هېواد یو څه ماورایي یا فوقالطبیعي اغېز موجود و.
هغه وايي: "زه فکر کوم، جادو له ارجنټاین سره مرسته وکړه چې نړیوال جام وګټي."
د بوینس ایرس دغه ۴۱ کلنه ښځه د هغو ګڼو جادوګرو له ډلې یوه وه چې د لیونل میسي او د ارجنټاین د ملي لوبډلې په ملاتړ یې تعویذونه او ځانګړي مراسم ترسره کول.
دغو ښځو خپل ځان ته "لا بروخینیټا (La Brujineta)" نوم ورکړی و، چې د "بروخا" (جادوګره) او "لا سکلونیتا" د کلمو ګډ ترکیب دی؛ د دوی د اوسني روزونکي لیونل سکلوني په مشرۍ د ملي لوبډلې لقب هم دی.
ډالیا وايي، لا بروخینیټا د نوې زمانې جادو، شمعو، دعاګانې او تعویذونه کارول چې بېلابېل مراسم ترسره کړي.
دوی له یو بل سره د وټساپ ګروپونو او ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه نیوله او پرېکړه یې کوله چې د ټیم د لوبې کوم اړخونه تر ټولو ډېر پاملرنې ته اړتیا لري.
ځینې تر ټولو مشهور مراسم د دې لپاره وو چې د مقابلې لوبډلې د ځانګړو لوبغاړو ځواک "کنګل" کړي، خو ډالیا وايي. هغه له دې کار سره موافقه نه وه.
پر ځای یې، هغې هغو مثبتو مراسمو ته ترجیح ورکوله- لکه شمعې بلول او د "ښې انرژۍ" لېږل.

د عکس سرچینه، Dalia F Walker
کله چې ارجنټاین په ۲۰۲۲ کې په قطر کې نړیوال جام وګاټه، "لا بروخینیټا" دا د خپلو هڅو د تایید له برکته ګاڼه.
ډالیا وايي: "زما لپاره دا واقعاً د جادوګرو نړیوال جام و."
هغه پلان لري چې په راتلونکو سیالیو کې هم هماغه رسمونه تکرار کړي او د خپل ملي ټیم په نښو رنګینې (آبي او سپینې) شمعې د خپل عبادت/مراسمو په ځای کې بلې کړي.
هغه وايي: "په ارجنټاین کې، که یو څه کار ورکړي، [د خرافاتو له مخې] باید بل ځل هم عین په هماغه ډول تکرار شي."
د "لا سکلونیتا" پلویان یوازې هغه ملي مینهوال نه دي چې له ماورایي یا فوقالطبیعي باورونو مرسته غواړي. د پیرو د "شمانو" یوې ډلې په پلازمېنه لیما کې یو لړ مراسم جوړ کړل چې له خپلې لوبډلې سره مرسته وکړي د ۲۰۲۲ ټورنمنټ ته لار پیدا کړي. خو هغوی په پایلوبه کې د پنالټي له لارې ۵-۴ استرالیا ته وبایلله.
او د افریقا په لویه وچه کې هم روحانیت د ورځني ژوند له ډېرو برخو سره ژور تړاو لري، چې پکې فوټبال هم شامل دی.
دودونه او تعويذونه
د ځینو لپاره، دا د اصلي (بومي) باورونو سیسټمونه او دودیز درملګر/شفا ورکوونکي معنا لري. په ۲۰۰۲ کال کې د افریقا د فوټبال کنفدراسیون (CAF) هغه کسان چې د "ټیم مشاورین" بلل کېدل، بند کړل. دا یوه نرمه انګېرنه یا تعبیر و چې د دودیزو روحاني شفا ورکوونکو لپاره کارېده او هغوی ته یې اجازه ورنه کړه چې د افریقا د ملتونو جام کې ګډون کوونکو لوبډلو دننه کوم رول ولري.
د فوټبال خبریال ماهر مزهاي وايي، لا هم داسې "فوقالعاده پلویان یا مینه وال" شته چې پر دودیزو رواجونو تکیه کوي: هغوی په سټېډیم کې نڅا کوي او چېغې وهي، تعویذونه او امیلټونه (تعویذ ته ورته ځوړند توکي) اغوندي او پ ځینې وختونه خو ان "اور پوو کوي".
دغه راز د تېر کال نومبر کې، کله چې نایجیریا د نړیوال جام له بهیره بهر شو، د هغوی روزونکي اریک شېلې تور پورې کړ چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (DRC) سیال ټیم له وودو (voodoo) یا د تورپوستو له جادوګر یې کار اخیستی. خو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پخواني مشر روزونکي فلوران ایبینګې دغه ادعاوې "بېمعنا" وبللې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د "تور جادو" (dark arts) په اړه دا انګېرنه ښايي همدا لامل وي چې ډېر خلک زړه نه ښه کوي په ښکاره ډول ومني چې په دودیزو رواجونو کې برخه اخلي.
ماهر مزهاي وايي: "فوټبال ته عموماً له اروپا محوره کتل کېږي. تر ټولو لوی کلبونه هلته دي، تر ټولو غوره لوبغاړي هلته لوبې کوي او له همدې امله هر هغه څه چې له اروپا بهر وي، زما په نظر کېدای شي د شک په سترګه وکتل شي."
خو هغه باور لري دا "هغه څه نه دي چې افریقایان دې پرې وشرمېږي. دا هغه څه دي چې موږ یې په خپل ورځني ژوند کې عملي کوو."
هغه اس وايي، دا مفکوره چې افریقایي "دودیز روحاني رواجونه" ګواکې وروسته پاتې، ابتدایي یا د درېیمې نړۍ نښې دي، دا تصور پیاوړی کوي چې ګواکې هر څه چې له لوېدیځه راځي غوره دي.
خو ځینې خلک بیا دا نظر لري چې د مخالف ټیم د لوبې په پایله اغېز کولو لپاره د رسمونو ترسره کول او د خدای له خوا د برکت غوښتلو ترمنځ یو لوی توپیر شته.
'خدای په مرکز کې دی'
مزهاي وایي، د افریقا د فوټبال مینهوال او ټیمونه د ابراهیمي ادیانو لکه مسیحیت او اسلام منلو ته ډېر پرانیستي دي.
د الجزایر د مینهوالو یو عام شعار دا دی چې له الله غواړي د دوی د لوبډلې ساتندوی شي او مرسته ورسره وکړي.
لکه څنګه چې مزهاي وايي: "که تاسو په ځانګړي ډول د لوېدیځې افریقا هېوادونو، لکه ګانا یا نایجیریا ته غوږ شئ، هغوی په هره لوبه کې د انجیل (ګوسپل) موسیقي غږوي."
د ګانا د سپورټ وزیر کوفي اډي اډمز د کلیسا په وروستیو مراسمو کې له عبادت کوونکو وغوښتل چې د ملي لوبډلې لپاره دعا وکړي، چې په مینې تور ستوري "The Black Stars" بلل کېږي.
همدارنګه د ګانا فوټبال ټولنې (GFA) د هېواد له دوو لویو مذهبي ډلو عیسویانو او مسلمانانو هم د دعا غوښتنه کړې ده. د اکرا د کلیسا ملي مراسمو کې د "تور جادو" لپاره دعا وشوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
او د ګانا فوټبال ټولنې (GFA) د ټورنمنټ له پیل مخکې د خپل هېواد له مشر امام سره یوځای د اسلامي دعاګانو مراسم هم ترسره کړل، د ګانا فوټبال ټولنې (GFA) په یوه بیان کې وویل په دغو مراسمو کې دیني مشر د لوبډلې لپاره د الهي لارښوونې او برکت غوښتنه وکړه.
په اکرا کې مېشت خبریال ناتان لریا وايي: "موزموږ په باور خدای د هر هغه څه په مرکز کې دی چې موږ یې کوو."
هغه وايي د ګانا په کلتور کې ایمان ډېر مهم رول لري.
هغه زیاتوي "هو، انساني هڅې مهمې دي، خو دا هغه ځانګړی، برکت لرونکی "اضافي څه" دي چې د ښې پایلې ترلاسه کولو لپاره موږ ورته اړتیا لرو."
"له همدې امله دعا کول او له خدایه د ساتنې او لارښوونې غوښتل مهم ګڼل کېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ماهر مزهاي وايي، ښايي یو هېواد وي چېرې چې ایمان او فوټبال پکې ډېر نښتي وي لکه په افریقا کې.
هغه وايي: "یو له هغو تر ټولو ښکاره مذهبي څرګندونو چې ما د یو هلک په توګه لیدلي، د ۲۰۰۲ نړیوال جام کې د برازیل بریا وه."
هغه زیاتوي: "یو لوبغاړی چې کاکا نومېده، خپل کمیس یې پورته کړ او لاندې یې بل کمیس و چې پرې لیکلي و: "زه په عیسی پورې تړلی یم". زما په اند دا جالبه وه. ما مخکې هېڅکله داسې نه وو لیدلي چې څوک دې په لاندې کمیس کې دا ډول پیغام نړۍ ته ورسوي."
د مزهاي په وینا، دا "نړۍ ته یو پیغام و".
همدارنګه د برازیل ملي لوبډلې سږ کال د نړیوال جام ته د تګ پر مهال هم د پام وړ مراسم ترسره کړل. مخکې له دې چې د هغوی الوتکه پورته شي، هغه الوتکه د اور وژونکو د موټرو په اوبو په ځغاستلیکه کې "تعمید" یا ولمبول شوه.
په هوايي چلن کې دا ډول سمبولیکه چاره عموماً له لومړنیو سفرونو یا مهمو سفرونو مخکې ترسره کېږي.
دا ځل به د برازیل مینهوال هیله لري، دا دودیز برکت له دوی سره مرسته وکړي چې د خپلو پنځو نړیوالو جامونو ریکارډ شپږو ته لوړ کړي.


















