د اوکرایین پر ښارونو د روسیې پراخ بریدونه؛ لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې پوځ د اوکرایین پر څو ښارونو پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي دي. دې بریدونو کې نهه کسان په دنیپرو سیمه کې او څلور پلازمېنه کیېف کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د شپې لخوا ترسره شویو هوايي بریدونو کې استوګنیزې ودانۍ په نښه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي. په کیېف کې د مرستندویانو ډلې هڅه کوي، تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې ایسار کسان ومومي.
د سې شنبې په سهار د اوکرایین په ډېری سیمو کې د هوايي بریدونو د خبرداري سائرنونه غږېدل.
تېره اوونۍ مسکو ګواښ کړی و چې پر اوکرایین به "منظم بریدونه" وکړي.
مسکو پر اوکراین تور پورې کړې و چې په ختیځ اوکرایین کې یې د روسیې تر ولکې لاندې سیمه کې د محصلینو پر یوه لیلیه خونړی برید کړی، خو کیېف وايي، دوی د روسي پوځ یو مرکز په نښه کړی و.
د روسيې له بریدونو وروسته د کیېف له مرکزي برخو د لوګي لوخړې پورته کېدې. د ښار د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو وویل: "دښمن له بالستیک توغندیو کار اخلي."
په روسیه کې د کراسنودار کرای د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، له ډرون برید وروسته د تېلو چاڼځای کې اور لګېدلی، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
سهار مهال په کیېف کې د روسيې بریدونو په ترڅ کې د چاودنو تر څنګ د ډرونونو غږونه هم اورېدل کېدل.
ځايي ښاروال ویتالي کلاچکو وايي، د دې برید له امله یو د ګاز پمپ، یوه ودانۍ چې د رغېدنې چارې یې روانې وې، څو استوګنیزو ودانیو او دوو کورونو اور واخیست او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا پرچاوۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
په همدې حال کې د شمال ختیځ ښار خارکیېف ښاروال ایهور تریخوف ویلي، د شپې ناوخته د ډرونونو او توغندیو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
په سویلي ښار کې هم صنعتي تاسیسات په نښه شوې ده.
دا بریدونه داسې حال کې وشول، چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي و، ښايي روسیه ډېر لوی برید وکړي.
زېلنسکي په یوه ویډیويي وینا کې وویل: "موږ د روسي بریدونو په اړه استخباراتي خبرداری لرو. یو لوی برید شونی دی، او دوی ورته چمتووالی نیولی دی."
د روسیې توغندیو مخنیوي لپاره کارول شوي سیسټم ته په اشارې سره، د اوکرایین ولسمشر وايي: "موږ د پاټریاټ سیسټمونو لپاره د توغندیو په رسولو کې له متحده ایالاتو څخه په بېړني ډول مرستې ته اړتیا لرو"،
د پاټریاټ توغندیو کمښت شته، چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله نور هم زیات شوی دی.
تېر کال واک ته له رسېدو وروسته، ټرمپ اوکرایین ته مخامخ اکمالات هم بند کړي، ځکه یې د کیېف اروپایي متحدین اوکرایین ته له لیږلو مخکې له متحده ایالاتو اخلي.



















