د فوټبال نړیوال جام: کوم ریکارډ د چا په نوم ثبت دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جانټي کولمن
- دنده, د بي بي سي د سپورت خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام چې تازه په تازه د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په کوربتوب پیل شوی، وار له مخه ځینې ریکارډونه جوړ کړي دي.
سږکال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د ټولټال ۴۸ هېوادونو ملي لوبډلې برخه لري - پخوا هېڅکله کوم نړیوال جام د دومره ډېرو لوبډلو په ګډون نه و ترسره شوی.
۱۹۹۸ کال فرانسه کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې وه.
په روان نړیوال جام کې د یوه لوبغاړي او یا یوې لوبډلې له خوا د دغه جام په تاریخ کې د ډېرو ګولونو د وهل کېدو په ګډون بېلابېل نوي ریکارډونه جوړېدای شي.
دلته د نړیوال جام سیالیو کې اوسنیو ریکارډ لرونکو لوبغاړو او لوبډلو ته کتنه شوې او دا چې څنګه په راتلونکو اوونیو کې د هغوی لخوا ثبت شوي ریکارډونه ماتېدای او ځای یې بدلېدای شي.
کوم هېواد تر ټولو ډېر نړیوال جامونه ګټلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د فیفا د نارینهوو فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اتو هېوادونو دغه جام یا اتلولي ګټلې ده.
له دغو اتو هېوادونو شپږ داسې دي، چې نړیوال جام یې څو ځلې ګټلی.
د نړیوال جام تر ټولو د ډېرو اتلولیو ریکارډ له برازیل سره دی. دغه هېواد پنځه ځله (په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲، ۱۹۷۰، ۱۹۹۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې) دا جام ګټلی دی.
ورپسې جرمني او ایټالیا تر نورو ښه ځلېدلي او هر یوه څلور-څلور ځله د اتلولۍ جام کور ته وړی.
جرمني درې اتلولۍ د ۱۹۹۰ کال تر نړیوال جام وروسته د لوېدیځ او ختیځ المان له یو ځای کېدو مخکې داسې مهال ګټلې وې چې د لوېدیځ المان په نوم لوبېده.
اوسني اتل ارجنټاین درې نړیوال جامونه ګټلي. فرانسه او یوراګوای دوه-دوه ځله اتلان شوي دي.
انګلنډ او اسپانیا یوازني هېوادونه دي چې نړیوال جام یې یوازې یو-یو ځل ګټلی دی.
د فوټبال نړیوال جام د ګټونکو نوملړ د اتلولۍ د کلونو له مخې:
- ۱۹۳۰ – یوروګوای
- ۱۹۳۴ – ایټالیا
- ۱۹۳۸ – ایټالیا
- ۱۹۵۰ – یوروګوای
- ۱۹۵۴ – لوېدیځ المان
- ۱۹۵۸ – برازیل
- ۱۹۶۲ – برازیل
- ۱۹۶۶ – انګلنډ
- ۱۹۷۰ – برازیل
- ۱۹۷۴ – لوېدیځ المان
- ۱۹۷۸ – ارجنټاین
- ۱۹۸۲ – ایټالیا
- ۱۹۸۶ – ارجنټاین
- ۱۹۹۰ – لوېدیځ المان
- ۱۹۹۴ – برازیل
- ۱۹۹۸ – فرانسه
- ۲۰۰۲ – برازیل
- ۲۰۰۶ – ایټالیا
- ۲۰۱۰ – اسپانیا
- ۲۰۱۴ – جرمني
- ۲۰۱۸ – فرانسه
- ۲۰۲۲ – ارجنټاین
کومو لوبډلو او لوبغاړو په نړیوال جام تر ټولو ډېر ګولونه وهلي؟
د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو د ډېرو ګولونو ریکارډ د جرمني د پخواني بریدګر میروڅلاو کلوزې په نوم ثبت دی.
کلوزې د نړیوال جام په ۲۴ سیالیو کې ۱۶ ګولونه کړي او دا ریکارډ یې یوازې د یو ګول په توپیر ساتلی دی.
د برازیل پخوانی بریدګر رونالډو په ۱۹ لوبو کې د ۱۵ ګولونو په کولو سره دویم ځای کې دی.
جېرد مولر، چې د لوېدیځ جرمني په استازیتوب لوبېده، په ۱۳ سیالیو کې له ۱۴ ګولونو سره درېیم ځای خپل کړی.
د ارجنټاین اوسنی بریدګر لیونل مېسي بیا له ۱۳ ګولونو سره د فرانسې له پخواني بریدګر جست فونتاېن سره په ګډه څلورم ځای کې دی.
د ریال مادرید او فرانسې اوسنی ستوری کیلیان امباپې په ګډ شپږم ځای کې دی. هغه او برازیلی اتل پېلې دواړه ۱۲-۱۲ ګولونه لري.
برازیل له پېلې سره درې ځله نړیواله اتلولي ګټلې ده.
مېسي او امباپې داسې لوبغاړي دي چې سږکال د کلوزې د ریکارډ ماتولو ډېر چانس لري.
دوی دواړو په ترتیب سره د ۲۰۲۲ کال د قطر په نړیوال جام کې تر ټولو ډېر (اووه او اته) ګولونه کړي وو.
د نوملړ په اتم او نهم ځای کې د هنګري شاندور کوچېش او د لوېدیځ المان/جرمني یورګېن کلینزمن دي، چې ۱۱-۱۱ ګولونه یې کړي دي.
د لوبډلو له اړخه د ګولونو د شمېر له مخې هم برازیل لومړي ځای کې دی او له ۲۳۷ ګولونو سره له خپل نږدې سیال لوېدیځالمان/جرمني پنځه ګولونه مخکې دی.
جرمني چې د نړیوال جام په سیالیو کې ۲۳۲ ګولونه لري، له درېیم ځای لرونکي ارجنټاین څخه ۸۰ ګولونه مخکې دی.
ارجنټاین تر سږني نړیواله جامه په دغو سیالیو کې ۱۵۲ ګولونه کړي دي.
فرانسه له (۱۳۶)، ایټالیا (۱۲۸)، اسپانیا (۱۰۸) او انګلنډ (۱۰۴) ګلونو سره یوازیني نور هېوادونه دي چې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې تر ۱۰۰ ډېر ګولونه لري.
هالنډ له (۹۶)، یوروګوای (۸۹) او هنګري له (۸۷) کلونو سره په نړیوال جام کې د لسو زیاتو ګول وهونکو هېوادونو په ډله کې دي.
د نړیوال جام سیالیو کې د ډېر وخت لوبېدو ریکارډ چا سره دی؟
لیونل مېسي، چې د نړیوال جام په سیالیو کې د ډېرو ګولونو د وهونکو لوبغاړو په ډله کې دی، مخکې له مخکې نړیوال جام کې تر ټولو ډېر وخت (ډېرې دقیقې) د لوبېدو ریکارډ هم لري.
مېسي د نړیوال جام په ۲۶ لوبو کې ټولټال ۲۳۱۴ دقیقې لوبېدلی دی.
دا ریکارډ تر بل ورنږدې لوبغاړي یعنی د ایټالیا د پخواني مدافع پاولو مالدیني د لوبېدو له وخته ۹۸ دقیقې زیات دی.
د جرمني نامتو منځنی لوبغاړی لوتر ماتهاوس، چې په ۱۹۹۰ کې یې نړیوال جام او د غوره لوبغاړي جایزه ګټلی و، بل یوازینی لوبغاړی دی چې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې دقیقې (۲۰۴۵) د نړیوال جام په سیالیو کې لوبېدلی دی.
یويي سیلر، چې له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۷۰ پورې د لوېدیځ المان بریدګر و، له ۱۹۸۰ دقیقو لوبېدو سره په څلورم ځای کې دی.
د ارجنټاین خاویر ماسچېرانو (۱۹۵۰ دقیقې) او ډیېګو مارادونا (۱۹۴۰ دقیقې) یو بل پسې پنځم او شپږم ځای لري.
د جرمني پخوانی مدافع فیلیپ لاهم (۱۹۲۰ دقیقې) اووم ځای کې دی.
د فرانسې هوګو لوریس او د پولنډ ولادیسلاو زموده او ګرژیګورژ لاتو نړیوال جام کې د لسو ډېرو لوبېدولو لوبغاړو دا نوملړ بشپړوي.





















