خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې

د ویډیو تشریح، خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د خپرېدو وخت

د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.

پولیسو د بې اسناده اوسېدونکو پر ضد "پراخ عملیات" پیل کړي دي.

د ټولنې غړو او چارواکو ویلي، د شمالي ولایت چارواکو د حکومت د پراخ فشار د یوې برخې په توګه د کورونو نړول، د سړکونو پر غاړه د هویت اسنادو پلټنې او افغانانو ته د وتلو امرونه کړي دي.