عرب اماراتو ته د ۳.۵ میلیارد ډالرو پور بېرته ورکول به پر پاکستان څه اغېز وکړي؟

شہباز شریف، سلمان

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, تنویر ملک
    • دنده, خبریال
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د متحده عرب اماراتو د پور تر بېرته ورکړې وروسته، پاکستان د سعودي عرب په ګډون پر نورو مالي غوراویو کار کوي.

متحده عرب اماراتو ته د ۳.۵ میلیارده ډالرو مالي مرستې د بېرته ورکړې له اعلان وروسته، د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې د سعودي عرب د پور ترلاسه کولو په ګډون "ټول انتخابونه تر غور لاندې دي."

واشنګټن کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، د پاکستان د مالیې وزیر وویل چې هېواد یې د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړي کولو لپاره د یورو بانډونو، نورو هېوادونو، مالي بنسټونو او سوداګریزو بانکونو د پورونو اخیستلو په څېر پر لارو چارو غور کوي.

په دې مرکه کې نوموړي ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې اغېزو ته په کتو، پاکستان باید د تېلو ستراتیژیکې زېرمې جوړې کړي او د نوي کېدونکې انرژۍ لوري ته مخه کړي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د پاکستان حکومت متحده عرب اماراتو ته د پیسو له بېرته ورکولو وروسته له سعودي عربستانه د پور اخیستلو په اړه خبرې کوي، نو د مالیې وزیر ځواب ورکړ: "ټول انتخابونه تر غور لاندې دي."

د اپرېل میاشتې په پیل کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت متحده عرب اماراتو ته د مالي زېرمو لپاره د اخیستي پور بېرته ورکول تایید کړل او دا یې یوه "معموله مالي راکړه ورکړه" وبلله.

تېره شنبه په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ له مذاکراتو وړاندې، د جمعې په شپه د سعودي د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي وو.

د شنبې پر ورځ، د سعودي د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له پاکستانه یو پوځي ټولګی د هېواد ختیځه سیمه کې د شاه عبدالعزیز هوايي اډې ته رسېدلی، چې په کې د پاکستان د هوايي ځواک جنګي او ملاتړې الوتکې شاملې دي.

پاکستان عربي امارات

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښاغلي اورنګزیب په وینا، د هېواد د اسعارو زېرمې دا مهال د شاوخوا ۲.۸ میاشتو د وارداتو له کچې سره برابرې دي.

د هغه په وینا، د دې کچې ساتل به په راتلونکي کې د ټولیز اقتصادي ثبات لپاره یو مهم اړخ وي. اورنګزیب وویل چې حکومت د یورو بانډ، اسلامي سکوک او پر ډالرو د ټاکل شویو خو له روپۍ سره د تړلو بانډونو پر صادرولو غور کوي.

د هغه په وینا، تمه ده چې سږ کال یورو بانډونه صادر شي او ورسره جوخت د سوداګریزو پورونو امکانات هم کتل کېږي.

۔

پاکستان ولې متحده عرب اماراتو ته ۳.۵ میلیارده ډالر بېرته ورکړل؟

تر دې وړاندې پاکستان تایید کړې وه چې د تړون له مخې د هېواد دولتي بانک هغه پورونه چې وخت یې پوره شوی، متحده عرب اماراتو ته بېرته ورکوي او دا یوه عادي مالي راکړه ورکړه ده.

ویاند ویلي وو چې "د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ پخوانۍ ورورګلوۍ شته چې پر سوداګرۍ، پانګونې، دفاع او ولسي اړیکو ولاړه ده او دا اړیکې له وخت سره نورې هم پیاوړې شوې دي."

د بهرنیو چارو وزارت له ویناپاڼې وړاندې، رسنیو کې له متحده عرب اماراتو د اخیستل شویو پورونو او مالي زېرمو د بېرته ورکړې په اړه خبرونه خپاره شوي وو.

د وزارت له خوا له رسمي تایید وروسته دا روښانه شوه چې پاکستان متحده عرب اماراتو ته پیسې بېرته سپاري.

بي بي سي د کارپوهانو په مرسته دا څېړلې وه چې ایا د دې پیسو ناڅاپي بېرته ورکړه د سیمې د بدلېدونکي جیو پولیټیکل وضعیت له امله ده او که دا پرېکړه له وړاندې شوې وه.

پاکستان د بهرنیو اسعارو څومره زېرمه لري ؟

دا مهال د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې شاوخوا ۲۱ میلیارده ډالر دي چې ۱۶ میلیارده یې د پاکستان له مرکزي بانک او ۵ میلیارده یې له سوداګریزو بانکونو سره دي.

په مرکزي بانک کې له شته ۱۶ میلیارده ډالرو ۱۲ میلیارده یې د چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو (ډیپوزټ) یا د زېرمو لپاره اخیستل شوې پیسې دي چې د پاکستان د اسعارو زېرمې باثباته وساتل شي.

په دې پیسو کې ۲ میلیارده ډالر متحده عرب اماراتو د پاکستان په زېرمو کې ایښي وو. پر دې سربېره، متحده عربي اماراتو پاکستان ته ۱.۵ میلیارده ډالر پور هم ورکړی و چې ۴۵۰ میلیونه یې د تېرې پېړۍ په ۹۰مه لسیزه کې ورکړل شوي وو.

په دې توګه په ټولیز ډول له پاکستان سره د متحده عربي اماراتو شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالر پور دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پردې ترشا کیسه څه ده؟

د پاکستان له لوري متحده عربي اماراتو ته د دوه میلیارده ډالرو پور د بېرته ورکولو پرېکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ یوه جګړه روانه وه، چې خلیجي هېوادونه یې هم تر اغېز لاندې راوستي وو او متحده عرب امارات هم د دې جګړې تر سیوري لاند و.

په داسې نازک وخت کې متحده عربي اماراتو ته د دوه میلیارده ډالرو د بېرته ورکړې په اړه د سیمه ییزو چارو کارپوه زاهد حسین بي بي سي ته ویلي و، چې دا پرېکړه له جیو پولیټیکل حالاتو سره تړاو نه لري، او دا چې د دې بېرته ورکړه یو بل اړخ لري.

هغه ویلي و چې پاکستان پر دې پورونو د سود د لوړې کچې د کمولو غوښتنه کړې وه او ورسره یې د وخت د غځولو (رول اوور) ویلي و، خو متحده عرب اماراتو د هغو موده یوازې د لنډ وخت لپاره غځول پیل کړل.

هغه دا انګېرنه رد کړه چې ګواکې دا هر څه ناڅاپي شوي او یا دا چې اماراتو د خپلو پیسو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې ده. زاهد حسین زیاته کړه چې پر دې ډیپوزټونو د سود کچه خورا لوړه ده، ځکه خو دا پرېکړه وشوه چې پیسې بېرته ورکړل شي.

خو د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حیدر په دې اړه وویل چې تر اوسه وضعیت پوره روښانه نه دی، خو د متحده عرب اماراتو د پورونو بېرته ورکول په یو نه یو ډول د سیمې له جیو پولیټیکل وضعیت سره تړاو لري.

هغه وویل چې دا ډول مسایل که څه هم په ښکاره نه روښانېږي، خو په یو نه یو ډول داسې څه شته چې له روان حالت سره اړخ لګوي.

متحده عربي امارات

د عکس سرچینه، Getty Images

ایا متحده عرب اماراتو ته د پیسو بېرته ورکول به د پاکستان د اسعارو پر زېرمو اغېز وکړي؟

پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په برخه کې ډېر لوړ ظرفیت نه لري. د مرکزي بانک له ۱۶ میلیارده ډالرو ۱۲ میلیارده یې د چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پیسې دي.

د حکومت له لوري د دوه میلیارده ډالرو تر بېرته ورکړې وروسته د زېرمو پر وضعیت د اغېز په اړه مهتاب حیدر وایي چې خامخاما به په دې ډول د دوه میلیارده ډالرو وتلو سره یو څه اغېز وشي، خو په راتلونکو څو اونیو کې به پاکستان ته نړیوال وجهي صندوق (IMF) له لوري د ۱.۲ میلیارده ډالرو یوه کڅوړه ترلاسه کړي، چې دا به یې د اسعارو د زېرمو په ثبات کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې پر دې سربېره حکومت له نورو سرچینو هم د زېرمو د زیاتولو په اړه فکر کوي او په دې لړ کې پاکستان له سعودي عربستان سره هم خبرې اترې پیل کړې دي.