د فوټبال نړیوال جام په مینه کې ډوب کلي کې

د ویډیو تشریح، د فوټبال نړیوال جام په مینه کې ډوب کلي کې
د فوټبال نړیوال جام په مینه کې ډوب کلي کې
د خپرېدو وخت

که څه هم اندونیزیا د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ ته لاره نه ده موندلې، خو د برانتا پسېسیر په ساحلي کلي کې د دې سیالیو لېوالتیا په پوره زور روانه ده. ځایي اوسېدونکو خپلې کوڅې د ګډون کوونکو هېوادونو په بیرغونو سینګار کړې دي او د لوبو ګډې نندارې اوس د ټولنې د یووالي مهمې غونډې ګرځېدلې دي.