عراقچي: د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په داسې حال کې چې منځګړو د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د لومړي پړاو مذاکرات "له هیله‌بښونکي پرمختګ" سره مله بللي، عراقچي وايي چې د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې دي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پای‌ته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".

ښاغلي عراقچي دا څرګندونې پرخپله اېکس‌پاڼه کړې دي او ویلي یې دي چې "د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د ایران پلان پلی شوی دی".

هغه د پاکستان او قطر له منځګړیتوبه مننه کړې او دا یې هم ویلي چې په دغو مذاکراتو کې "په لبنان کې د جګړې پای ته رسولو په برخه کې لوی پرمختګ شوی".

له ښاغلي عراقچي سره په سویس کې د ایران د مذاکراتي پلاوي بل غړي او ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي چې د یوې داسې "تګلارې د جوړېدو تمه شته" چې موخه یې په لبنان کې د جګړې پای‌ ته رسېدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسولو تړون وروستي کولو په موخه د تخنیکي مذاکراتو لومړنی پړاو پای ته رسېدلی دی.

د دغو خبرو منځګړو، قطر او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په لومړي پړاو تخنیکي مذاکراتو کې 'هیله‌بښونکی پرمختګ' شوی.

دا خبرې تېره یکشنبه پیل شوې.

قطر او پاکستان د دوشنبې پر ورځ ګډ خپاره کړي بیان کې وویل، "د لوړې کچې یوه کمېټه په ۶۰ ورځو کې وروستي تړون ته د رسېدو پر یوه لار نقشه" هوکړې ته رسېدلې ده.

ټاکلې تخنیکي مذاکرات د اوونۍ اوږدو کې دوام ولري.

تر دې ورمخکې په دغو مذاکراتو کې یو ښکېل امریکایي دیپلومات ویلي وو چې خبرې اترې تر ډېره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او په لبنان کې د اوربند په اړه د ایران له اړخه د ځینو "مبهمو څرګندونو پر وضاحت" متمرکزې دي.

اوس د منځګړو په ګډ بیان کې ویل شوي چې له هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو په هدف، د پېښو او ناسم پوهاویو مخنیوی لپاره د "اړیکو یوه کرښه" رامنځته شوې ده.

امریکایي دیپلومات ویلي، چې خبرې د اټومي تړون پر "ځینو عناصرو" هم متمرکزې وې.‌

مذاکراتو کې د پرمختګ خبره داسې مهال کېږي، د امریکا متحدو ایالتونو او ایران په سویس کې د لومړنیو مخامخ مذاکراتو له پيلېدو سره سم یو بل ته ګواښونه وکړل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ وویل، که تهران د لبنان حزب‌الله غورځنګ له بریدونو را ونه ګرځوي، نو پر ایران به برید وکړي.

د حزب‌الله وسله‌وال د لبنان په سوېل کې له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کوي.

ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ لیکلي چې ایران باید په سملاسي ډول لبنان کې خپل نیابتي وسله‌وال چې د نوموړي په وینا ډېرې پیسې ورکوي، د ربړو او ستونزو له جوړولو راوګرځوي.

هغه زیاته کړې چې که تهران دا کار ونه کړي، نو "بیا به یې ډېر سخت وځپي."

خو د ایران د مرکچي‌ پلاوي مشر محمد باقر قالیباف بیا د دغه ګواښ په ځواب کې ویلي، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه هر ډول مقابلې ته چمتو دي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "ایا دوی فکر نه کوي چې که ګواښونو یې اغېزه لرلی، نو نن به په دې بې‌وسه حالت کې نه وای؟"

نوموړي زیاته کړې "موږ د امریکایانو په ګواښونو غوږ نه ګروو. ښه ده چې خپلو څرګندونو ته یې پام وي. زموږ وسله‌وال ځواکونه چمتو دي، چې په بل ډول ځواب ورکړي."

د ایران د مرکچي‌ پلاوي مشر ویلي، "دوی [امریکایان] چې هر څومره خبرې کوي - کوي دې یې، دا موږ یو چې عمل کوو."

د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ په لومړني یا ابتدايي تړون کې ژمنه شوې چې په ۶۰ ورځو کې به وروستۍ هوکړه ترلاسه شي.‌

همدا راز د لبنان په ګډون "ټولو جبهو" کې د جګړې د درول کېدو او د هرمز تنګې د بېرته پرانستل کېدو ژمنه هم شوې.

خو له دې هوکړې سره سره اسرائيلي ځواکونو او حزب‌الله غورځنګ پر یو بل بریدونه جاري‌ ساتلي.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا تېرو ورځو کې د اسرائيلي ځواکونو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه لبنانیان وژل شوي دي.

دغه تاوتریخوالی د دې لامل شو چې متحد ایالتونه د جمعې پر ورځ د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نوی اوربند اعلان کړي.

که څه هم یکشنبه په رپوټونو کې وویل شول چې جګړه کمه شوې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې پوځ به یې د خپل هېواد د شمالي برخو ساتنې لپاره د اړتیا تر مهاله د لبنان سوېل کې پاتې شي.

خو د حزب‌الله مشر نعیم قاسم بیا په لبنان کې د اسرائیلو هر ډول پوځي حضور رد کړ او ویې ویل چې حزب‌الله به د ځان دفاع وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس د سویس په بورګن‌شټوک کې د خبرو له پیل مخکې وویل چې ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې "یو نوی باب پیل کړي".

هغه زیاته کړه که د ایران مشرتابه چمتو وي چې له "سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ" او د اوږدې مودې لپاره د "اټومي وسلو د لرلو له هیلو" تېر شي، نو امریکا هم چمتو ده چې له ایران سره خپل اړیکي په بنسټیز ډول بدل کړي.

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی.

د سویس خبرو کې له جی‌ډي وېنس سره د ټرمپ زوم جارېډ کوشنر او منځني‌ ختیځ‌ لپاره ځانګړی استازی سټیو ویټکاف هم مله دي.‌

د محمد باقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوي کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم شته.

د دغو خبرو پر لومړی ورځ (یکشنبه) د قطر او پاکستان لومړي وزیران او همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم په سویس کې وو.‌

پاکستان د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د منځګړي رول ترسره او مخکې یې د دغو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربتوب هم کړی دی.

قطر هم د دواړو خواو منځګړیتوب کړی.

د دغه هېواد لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې ناوخته وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د دوام هرکلی کوي.

د یادونې ده چې قطر د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د خلیج د نورو هېوادونو په څېر بریدونه او زیانونه کتلي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، همدا تېره ورځ (یکشنبه) هم د دغه هېواد په راس لفان سیمه کې چې د ګاز تر ټولو پراخ تاسیسات پکې پراته دي، په یوه کارخونه کې چاودنه شوې،‌ خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.

تر اوسه د دې پېښې لامل او نور جزییات نه دي ډاګیز شوي.