اوکرايين پر سېنټ پيټرزبورګ د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي

پر اوکرايين د روسيې بریدونه

د عکس سرچینه، X/ @ZelenskyyUa

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

روسيه وايي اوکرايين د سېنټ پيټرزبورګ پر ښار او شاوخوا سيمو په داسې مهال "بې ساری برید" کړی چې په دغه ښار کې د اقتصادي فورم د غونډې وروستۍ ورځ وه.

د سېنټ پيټرزبورګ ښاروال السکاندر دروزدينکو ويلي، له ۱۴۰ زياتې بې پيلوټه الوتکې يا ډرونونه نسکور کړل شوي دي. د ښار له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. پر اوکرايين د روسيې له بشپړ يرغل راهيسې دا لومړی ځل دی چې روسيه له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه کوي.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ویلي، ځواکونو یې د روسيې د وسلو زېرمې او یوه سمندري اډه په نښه کړې ده. نوموړي دا د روسيې بریدنو ته "عادلانه" ځواب بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جګړې د ختمولو په موخه د مخامخ خبرو لپاره د اوکرايين د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې له زيلېنسکي سره په ليدنه کې هېڅ ګټه نشته.

د شنبې په ورځ تر دې وړاندې دروزدينکو ويلي وو، د اوکرايين د بریدونو له کبله په پوځي تاسيساتو کې اور لګېدلی او هلته شته خلک ايستل شوي دي. هغه همدا را ودانيو ته د "لږ" زيان اوښتو خبر ورکړی و.

د اوکرايين ولسمشر ويلي، ډرونونه یې له ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته سېنټ پيټرزبورګ ته رسېدلي او "د دښمن د سمندري ځواکونو د وسلو زېرمې او کرونشتاد کې یوه اډه" یې په نښه کړې ده.

د زيلېنسکي په وینا د روسيې په جنوبي کراسندار سيمه کې یوه د تېلو زېرمه هم لګېدلې ده.

د اوکرايين د بې پيلوټه الوتکو د کنډک قومندان يفهين کاراس ويلي، د روسيې دننه موخې په نښه کول ډېر اسانه دي. "موږ په روسيه کې داسې الوتنې کوو لکه خپله خاوره مو چې وي. نژدې هېڅ مقاومت نشته او هدف ته رسېدل ګران نه دي".

د شنبې په ورځ ناوخته د روسيې د دفاع وزارت وويل، د هېواد هوايي دفاعي ټوليو له سهار راهيسې د روسيې په بېلابېلو سيمو کې ۳۳۹ اوکراييني ډرونونه ويشتلي او یا یې مخه نيولې ده.

اوکرایین په وروستیو میاشتو کې د روسیې د انرژۍ او پوځي هدفونو پر ضد خپل د اوږده واټن غچ‌اخیستونکي بریدونه زیات کړي دي. کیېف دغه بریدونه د روسي ځواکونو د شپنیو بمباریو پر وړاندې "عادلانه ځواب" بولي.

د تېرې جمعې په ورځ د اوکرایین ولسمشر ولودمير زيلېنسکی د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره له ولادمير پوتين سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړه وه چې په ځواب کې یې د روسیې ولسمشر ويلي وو، چې له زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې هېڅ اړتیا نه ویني.

د اوکرایین ولسمشر دغه راز د اوربند غوښتنه هم کړې وه. کله چې د تېرې جمعې په ورځ یې په سېنټ‌ پېټرزبورګ کې د روسیې په کلني اقتصادي فورم کې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا د زیلېنسکي وړاندیز به ومني که نه، پوتین وویل، ''اوس مهال زه هېڅ اړتیا نه وینم''.

هغه زیاته کړه، ''ایا دا هڅه وه چې د مخامخ لیدنې لپاره شرایط برابر کړي، که دا یوه لاره وه چې دا ډول لیدنه رامنځته نه شي؟ زما په اند، دوهمه خبره سمه ده.''

د پوتین د ځواب له اورېدو وروسته، زیلېنسکي وویل، روسیه ''یو ځل بیا جګړه انتخابوي.''