طالبانو امریکايي بندي خوشي کولو ته غاړه کېښوده

د طالبانو یوه ویاند له قطر دفتره اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د تیلې فون پر کرښه ویلي، چې پیرګدال "روغ رمټ دی"
د عکس تشریح، د طالبانو یوه ویاند له قطر دفتره اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د تیلې فون پر کرښه ویلي، چې پیرګدال "روغ رمټ دی"
د خپرېدو وخت

وسله والو طالبانو اعلان کړی، هغه امریکایی بندي چې له ۲۰۰۹ راپدېخوا له دوی سره بندي دی، په دې شرط خوشي کوي، چې له ګوانتانامو زندانه د طالبانو پنځه جګپوړي طالب بندیان یې مقابل کې خوشي شي.

دا خبره د طالبانو یوې سرچینې کړې ده.

دا اعلان ایله دوې ورځې وروسته د قطر دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته شوی.

امریکایی پوځي بو برګډال هغه یوازېنی امریکایی بندي دی، چې د افغانستان په وروستۍ دوولس کلنه جګړه کې طالبانو د ډېر واخت لپاره ساتلی دی.

بو برګډال د ۲۰۰۹ جولای پر ۳۰مه، د افغانستان په سوېل ختیځ کې له خپلې اډې تر وتلو وروسته تري تم شوی، او باور کېږي، چې پاکستان ته وړل شوی دی.

د طالبانو یوه ویاند شاهین سهیل له قطر دفتره اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د تیلې فون پر کرښه ویلي، چې بو برګډال "روغ رمټ دی".

خو سهیل د دغه امریکايي بندي د ځای په اړه هېڅ نه دي ویلي.

وینا

د بو برګډال مور او پلار روانه میاشت کې د خپل ۲۷ کلن زوی له لوري د نړیوال سره صلیب کمېټې له لوري یوه وینا ترلاسه کړه.

د بندي والدینو د خپل زوی د وینا په اړه ډېر توضیحات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د زوی د خوشي کېدو هیلې یې ډېرې شوې دي.

سهیل، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت لومړي سکرتر پر دندې هم کار کړی، ویلي چې د بندیانو تبادله باید قطر کې له لومړنیو مخامخ خبرو مخکې وشي.

د بو برګډال په اړه یوې پوښتنې ته ښاغلي سهیل ویلي چې "لومړی باید بندیان خوشي شي"، چې په وینا یې "دا د تبادلې عملیه زموږ ترمنځ د خبرو د باور فضا پیاوړې کولی شي".

اټکل دی، چې تر راتلونکې شنبې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې د ملګرو کنفرانس کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.

داسې انګیرنې هم شته، چې کیري به دوحه کې د خپل سفر پرمهال د طالبانو له هغو استازو سره وګوري، چې دوې ورځې مخکې یې هلته د قطر په مرسته خپل سیاسي دفتر پرانیست.