پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

ممتاز حسین قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ممتاز حسین قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه
د خپرېدو وخت

پاکستان کې چارواکي وايي، هغه پولیس باډي ګارډ یې په دار ځړولی، چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت پخوانی والي یې مذهب ته د سپکاوي قانون سره د مخالفت له کبله وژلی و.

ممتاز قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه.

د دغې وژنې له کبله پاکستان کې هغه مهال ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې، خو یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې.

اوس د نوموړي له اعدام کېدو وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی.

زندان چارواکي وايي ممتاز قادري پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ ۴ بجې او ۳۵ دقیقې د اعدام زندان سزا ورکړله شوه.

د نوموړي له اعدام کېدو څو ساعته وروسته د هغه پلویان سړکونو ته ووتل او د هغه اعدام کېده یې وغندل.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د بلوا ضد ځواکونو په ګډون ګڼ پولیس اسلام اباد کې د نوموړي کور شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې
د عکس تشریح، یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې

ممتاز قادري پولیس ځواک کې د کوماندو په توګه روزل شوی و او وروسته د سلمان تاثیر د ساتونکي په توګه وګومارل شو.

د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې نوموړي په رڼا ورځ د اسلام اباد یوه مارکیټ کې پر دغه سیاستوال ډزې وکړې، چې د هماغه کال په پای کې بیا محکمې نوموړی په اعدام محکوم کړ.

نوموړي ادعا وکړه، چې د تاثیر وژل یې مذهبي دنده وه.

د نوموړي قضیې پاکستان کې سختې ناندرۍ راپورته کړې، چې دا وروستیو کلونو کې پکې د سخت دریځو ډلو نفوذ ډېر شوی دی.

مذهبي محافظه کارانو قادري ونازاوه او لومړی ځل محکمې ته د نوموړي وړاندې کېدو پر مهال د هغه پلویانو پر هغه ګلونه وشیندل.

سلمان تاثیر مذهب ته د سپکاوي پر پاکستاني قانون سختې نیوکې کولې او دغه قانون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

نوموړي دغه راز د یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي دفاع کوله، چې 2010 کال کې د دغه قانون له مخې د اعدام په سزا محکومه شوې وه.

مذهب ته سپکاوی پاکستان کې یوه خورا حساسه موضوع ده. پر دغه قانون نیوکه کونکي وايي، چې ډېری مهال له دغه قانون نه د لږکیو ځپلو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېږي.