اسراييلو کې دوو جلا بريدونو کې ۵ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې د تاوتريخوالي په تېرو دوو مياشتو کې ۱۵ اسراييليان او لسګونه فلسطينيان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د راپورونو له مخې د تاوتريخوالي په تېرو دوو مياشتو کې ۱۵ اسراييليان او لسګونه فلسطينيان وژل شوي دي
د خپرېدو وخت

چارواکي وايي په اسراييلو او اشغال شوې لويديځه غاړه کې په دوو جلا بريدونو کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.

په لومړي بريد کې د تل ابيب ښار کې د يوې هټۍ مخې ته يوه فلسطيني دوه اسراييليان د چاقو په وسيله وژلي دي.

په دويم بريد کې چې هغه هم په اسراييلو کې شوی يو اسراييلی، يو يهود-امريکایی او يو فلسطينی د يهوديانو له يوه ميشت ځای سره نژدې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د تاوتريخوالي په تېرو دوو مياشتو کې ۱۵ اسراييليان او لسګونه فلسطينيان وژل شوي دي.

ډېری فلسطينيان چې پر اسراييليانو يې د چاقوګانو او چړو وژونکي ګوزارونه کړي د قربانيانو او يا هم د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

نور فلسطينيان په غزه کې پر پوله د تاوتريخوالي له امله د اسراييلو له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ لومړنی بريد د تل ابيب ښار سويل کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې وشو.

د حماس غورځنګ له لوري پر ټويټر يوه خپاره شوي پيغام کې د تل ابيب بريدونو ستاينه شوې او هغه يې ''اتل بريدونه'' بللي دي.

په پيغام کې بريدګرو ته لارښوونه شوې، چې ''خپلو بريدونو ته همداسې دوام ورکړي.''