غزه کې پر نوي ٧٢ ساعته اوربند هوکړه وشوه

سراييل او فلسطيني ډلې په غزه کې پر يوۀ نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي
د عکس تشریح، سراييل او فلسطيني ډلې په غزه کې پر يوۀ نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي
د خپرېدو وخت

اسراييل او فلسطيني ډلې په غزه کې پر يوۀ نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي، چې په مصر کې نورو خبرو ته لا ره هواره شي .

مصري چارواکي چې د د واړو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرو اترو کې منځگړتوب کوي وايي له دواړو غاړو يې غوښتي چې د سولې پر يوه هر اړخيز تړون خبرې اترې له سره پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې دواړو لوريو وړاندې خبرداری ورکړى و چې د نوي اوربند لپاره پلان شوې خبرې له ګواښ سره مخامخې دي. اسراييل ويلي و، يوازې هغه مهال به په قاهره کې نن (اګست ۱۰) ناوخته خبرې وشي، چې حماس د راکټونو توغول ودروي. فلسطينيانو بيا ټينګار کاوۀ، چې دوی به يوازې هغه مهال په نامخامخو خبرو کې برخه واخلي، چې اسراييل د شرطونو وړاندې کول ودروي.

خو تر اوسه لا نه ده مالومه چې دغه شرطونه منل شوي او که څنگه.

د حماس او اسراييلو ترمنځ درې ورځنی اوربند تېره جمعه (اګست ۸) پای ته ورسېد او تاوتريخوالی بيا له سره پيل شو، له هغه راوروسته فلسطينيان وايي، چې د اسراييلو په بريدونو کې لږترلږه اووه نور کسان وژل شوي دي. امريکا، برتانيا، فرانسې او جرمني په سملاسي ډول د نوي اوربند غوښتنه کړې ده، امريکا او ملګرو ملتونو هم وړاندې ورته غوښتنه کړې وه. د شنبې پر ورځ (اګست ۹) د دریو فلسطینيانو مړي د يوه جومات له کنډوالو را واېستل شول. دوه نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر موټرسايکل يې ګوزار وشو. د غزې بندري سيمه کې هم دوه لويې چاودنې شوې وې، د بي بي سي يو خبريال وايي، يوه چاودنه کې د حماس یو روزنتون ښايي په نښه شوی وي.

د اسرائيلو پوځ ويلي، د شنبې پر ورځ (اګست ۹) يې په غزه کې پر ۳۳ ځايونو ګوزارونه کړي، په داسې حال کې چې له غزې شپږ توغندي د اسرائيلو پر سوېل توغول شوي دي.

دوی وايي، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته له غزې نژدې ۷۰ توغندي ويشتل شوي دي. پر غزه د اسرائيلو پوځي يرغل د فلسطین لوېديځه غاړه کې هم تاوتريخوالی پارولی دی.

د شنبې پر ورځ د دریو فلسطینيانو مړي د يوه جومات له کنډوالو را وايستل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د شنبې پر ورځ د دریو فلسطینيانو مړي د يوه جومات له کنډوالو را وايستل شول

د شنبې پر ورځ(اګست ۹) په الخليل ښار کې د چارواکو په وينا له اسراييلي سر تېرو سره د نښتو پر مهال يو کس وژل شوی دی. جګړه بيا وروسته له هغه پيل شوه چې د اسرائيلو او فلسطينيانو استازي د مصر پلازمېنه قاهره کې په نامخامخ خبرو کې په دې کې پاتې راغلل چې پر اوږد مهاله اوربند سره سلا شي.

حماس وايي، اسرائيل پرغزه د بنديز پای ته رسولو او هم د بنديانو خوشي کولو په ګډون د دوی مهمو غوښتنو ته له غوږ نيولو ډډه کوي.

اسرائيلي چارواکو بيا ويلي وه، دوی د جګړې په وخت کې خبرې نه کوي.

د شنبې پر ورځ(اګست ۹) په بريتانيا او جنوبي افريقا کې پر غزه د اسرائيلو د يرغل پر ضد لويې مظاهرې شوې دي.

په لندن کې لسګونه زره خلکو د لاريون پر مهال د تاوتريخوالي پای ته رسولو او هم پر اسرائيلو د وسلو بنديز غوښتنه کوله.

د جنوبي افريقا کېپ ټاون لاريون د دغه هېواد د توکميزې واکمنۍ له پای ته رسېدو راهيسې تر ټولو لوی و.