اسراییلو ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل

فلسطینیان
د عکس تشریح، د اسراییلو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه، چې له ډېر وخت راهیسې اسراییلي زندانونو کې پراته وو.
د خپرېدو وخت

اسراییلي چاراوکو له خپلو زندانونو هغه شپږویشت فلسطیني بندیان خوشي کړي، چې له ډېرې مودې راهیسې اسراییلي زنداننو کې بندیان وو.

د فلسطینی د بندیانو چارو وزیر عیسی قراقع د ۲۱ فلسطیني بندیانو د تسلیمولو پرمهال وویل، دغه بندیان د امریکا په منځګړیتوب د فلسطیني او اسراییلو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د ښه نیت په خاطر خوشي شوي دي.

همداشان، د چارشنبې پر ګهیځ وختي پنځه نور فلسطیني بندیان، چې د غزې تراډې او د بیت حانون سیمې وو، خوشي شوي دي.

د بندیانو خپلوانو د خپلو عزیزانو په لیدو له ډېرې خوښحالۍ اوښکې تویې کړې، چې ان ځینو کورنیو یې خپل بندي غړي له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې نه وو لیدلي.

د اسراییلو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه، چې له ډېر وخت راهیسې اسراییلي زندانونو کې پراته وو.

د ویلو ده، چې له یوه بندي پرته پر دغو خوشي شویو ټولو بندیانو د عمري بند پرېکړه شوې وه، چې هر یوه یې د ۱۹ او ۲۹ کلونو ترمنځ زندان تېر کړی.

د حماس هرکلی

حماس ډلې له اسراییلي زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی، خو "د ټولو فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو" غوښتنه یې کړې ده.

تېره اونۍ حماس له اسراییلو سره د سولې خبرې یو ذلیله کار بللی و، او غوښتنه یې کړې وه، چې دا خبرې دې سم لاسي ودرول شي.

د بندیانو د خوشي کېدو په هرکلي کې فلسطینیان د غزې او اسراییلو ترمنځ پر پوله ګڼه ګوڼه جوړي
د عکس تشریح، د بندیانو د خوشي کېدو په هرکلي کې فلسطینیان د غزې او اسراییلو ترمنځ پر پوله ګڼه ګوڼه جوړي
خوشي شوي بندیان د خپلوانو او خپلو وطندارانو له خوا پر اوږو یووړل شول
د عکس تشریح، خوشي شوي بندیان د خپلوانو او خپلو وطندارانو له خوا پر اوږو یووړل شول
د بندیانو تر خوشي کېدا مخکې، اسراییلیانو د قدس په لمن کې د اسراییلي زندان مخې ته لاریون وکړ
د عکس تشریح، د بندیانو تر خوشي کېدا مخکې، اسراییلیانو د قدس په لمن کې د اسراییلي زندان مخې ته لاریون وکړ

د سولې خبرې

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دوه ورځې مخکې له فلسطینيانو سره د سولې د خبرو بیا پیلېدو غوښتنه کېړ وه.

په تېر جولای کې اسراییلو وویل، چې له خپلو زندانونو به ۱۰۴ فلسطیني بندیان په څلورو پړاوونو کې خوشي کړي.

د بندیانو لومړۍ جوپه جې ۲۶ بندیان وو، د تېر اګست پر ۱۲ خوشي شول.

دغه بندیان د غزې تراډې او لوېديځې تراډې وو.