ایل جي کوږ ټلویزیون جوړ کړی

ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
د عکس تشریح، ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
د خپرېدو وخت

نړیوال الیکټرونیک شرکت ایل جی ادعا کړې، چې لومړی کوږ ټلویزیون یې جوړ کړی. د شرکت مسولینو ویلي دغه ټلویزیون به راتلونکې میاشت کې بازار ته وړاندې کړي.

ایل جي د نړۍ په کچه لومړی شرکت دی، چې دغه ډول ټلویزیون بازارته عرضه کوي. د ارګینیک ډي اوډز کارونې له کبله د دغه ټلویزیون سکرین د نورو هغو پرتله نری او کوږ دی.

دغه ټلویزیون ۵۵ انچه سکرین لري او د ۱۳۵۵۰ ډالرو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي. ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

کارپوهان وايي د دغه ټلویزیون خرڅلاو به ډېر محدود وي او تر ډېره حده به د نندارې او اعلانونو لپاره وکارول شي.

د یادونې ده، چې ایل جي او سامسنګ د دغه ډول ټلویزیون طرح هغه نندارتون کې وړاندې کړه، چې د جنورۍ په میاشت کې لاس ویګاس کې جوړ شو.