امریکا او چین د تایوان موضوع پر سر یوه بل ته خبرداری ورکړی

Joe Biden and Xi Jinping (file photo)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکايي او چینايي ولسمشرانو مخکې هم مجازي غونډې کړې (ارشیف تصویر)
د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو او چین ولسمشرانو د تایوان موضوع پر سر په یوه ټیلیفوني اړیکه کې یوه بل ته خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل چینايي سیال شي ژینپینګ ته ویلي، امریکا په سختۍ سره د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې په یو اړخیز ډول د تایوان ټاپو حیثیت پرېکړه کوي.

خو نوموړي زیاته کړې، چې د تایوان په هکله د امریکا پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی.

بیجینګ بیا وايي ښاغلي شي ښاغلي بایډن ته ویلي چې د یو موټي چین اصولو ته پابند واوسي او خبرداری یې ورکړی چې ''هر څوک چې له اور سره لوبې کوي، و به سوځي. ''

د تایوان موضوع پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی تایوان ته د امریکا کانګرېس ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسې د احتمالي سفر له ګنګوسو سره هممهاله ډېر شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، اغلې پلوسي داسې کوم سفر نه دی اعلان کړی، خو چین خبرداری ورکړی چې دغه ډول سفر به ''جدي عواقب ولري. ''

تېره اونۍ ښاغلي بایډن خبریالانو ته وویل، ''پوځ فکر کوي چې دا ښه طرح نه ده '' خو د نوموړي دفتر (سپینې ماڼۍ) د دغه ډول سفر په هکله د چین دریځ داسې وباله چې ''هېڅ مرسته نه شي کولای او غیر ضروري دی. ''

اغلې پلوسي چې د امریکا ولسمشرۍ له مرستیالې وروسته دریم مقام لري، له ۱۹۹۷ وروسته به تر ټولو لوړ پوړې امریکایۍ چارواکې وي، چې تایوان ته سفر کوي.

د پنجشنبې ورځې په ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي بایډن او ښاغلي شي د یوې مخامخ ناستې په هکله هم خبرې کړې دي، چې د امریکا ولسمشرۍ مقام یوه چارواکي دغه ډول ناسته ''مستقیمه او رښتینې '' بللې ده.

د یادونې ده، چې ښاغلي بایډن په ۲۰۱۵ کال کې امریکا ته د ښاغلي بایډن د سفر پر مهال په داسې حال کې د هغه کوربتوب کړی، چې نوموړی مرستیال ولسمشر و، خو د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه یې له ټاکل کېدو راهیسې له ښاغلي شي سره مخامخ نه دي لیدلي.

چین تایوان ټاپو ته د خپل یو بېل شوي ایالت په نظر ګوري، چې باید بېرته ورسره یو ځای شي او په دې لړ کې هدف ته د رسېدو لپاره د زور کارول هم نه ردوي.

بل لور امریکا متحده ایالات د متحد چین پالیسۍ له مخې له تایپي سره دیپلوماتیک اړیکي نه لري، خو امریکا پر دې ولسواک ټاپو وزمه وسلې پلوري چې له ځانه دفاع وکړي.