د کرېکټ لومړى شخصي لوبغالى کابل کې پرانستل شو

د زرملوال لوبغالي جوړونکي وايي ډېر ژر به دغه لوبغالي شپنیو لوبو ته هم چمتو کړي.
د عکس تشریح، د زرملوال لوبغالي جوړونکي وايي ډېر ژر به دغه لوبغالي شپنیو لوبو ته هم چمتو کړي.
د خپرېدو وخت

دا لوبغالى احمد شاه بابا مېنې ته څيرمه په ۱۵ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

جوړونکي يې وايي ياد شوى لوبغالى د ۱۰ زره نندارچيانو د ځايولو وړتيا لري او بونډرۍ يې ۷۰ متره اوږدې دي چې يو نړيوال معيار دى.

د لوبغالي پر جوړولو نژدې ۳۰۰۰۰۰ ډالره لگښت شوى دى.

دا په افغانستان کې د کرېکټ څلورم خو لومړى شخصي لوبغالى دى چې د جوړونکو په وينا يې د کرېکټ نړيوال ارونه يې پوره کړي او د هر راز لوبو لپاره چمتو دى.

دا لوبغالى د يوه سوداگر جيلاني زرملوال له خوا جوړ شوی دی.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل لوبغالى يې د ۱۰ زرو نندارچيانو د ځايولو وړتيا لري او بونډرۍ يې د کرېکټ له نړيوالو غوښتونو سره سمې ۷۰ متره اوږدې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک بي بي سي ته وويل د زرملوال لوبغالي معيارونه سم دي او دوى ورسره په تخنيکي برخه کې مرسته کړې ده.

ښاغلي هوتک دغه لوبغالى د افغانستان او په ځانگړي ډول د کابل ولايت د کرېکټ لپاره گټور وباله.

د زرملوال لوبغالي جوړونکي وايي ډېر ژر به دغه لوبغالى شپنيو لوبو ته هم چمتو کړای شي.

د لوبغالي چارواکي وايي په راتلونکي کې به له لوبېدونکو لوبډلو دومره پيسې اخیستل کېږي چې د لوبغالي د کارکونکو لگښت پوره کړي.

د لوبغالي له پرانستل کېدو سمدستې وروسته په کې د شپږو ولايتونو کابل، ننگرهار، کونړ، خوست، پکتيا او وردگو ولايتونو کرېکټ لوبډلو سيالۍ پيل کړې.