سوماليا کې ځانمرګي بريد ۱۴ کسه وژلي دي
د خپرېدو وخت
د سومالیا په مرکزي ښار بیلدوین کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي.
دا چاودونه دولتي ودانیو ته نږدې په یوه رسټورانټ کې رامنځته شوې.
د رپوټونو له مخې په دې چاودونه شاوخوا شل تنه نور ټپیان شوي هم دي.














