ترکیه ۲۷۰ تورن محاکمه کوي

د خپرېدو وخت

په پام کې ده چې نن په ترکیه کې یوه محکمه دهغو څه باندې دوه سوه او اویا تنو په اړه حکم وکړي چې په دغه هېواد کې د اسلام پاله حکومت د راپرزولو لپاره په دسیسه جوړلو تورن دي.

د پوځ پخوانی مشر الکر باشبوع او د پوځ یو شمیر نور افسران ، اکادیمیک کسان او ژورنالستان د تورونو کسانو په ډله کې شامل دي.

تورن کسان د ارجینکیون په نوم د یوې پټې ترهګرۍ ډلې د غړیتوب په ګډون په ناقانونه توګه د وسلو په لرلو او د ښاغلي اردوعان د ګوند عدالت او پرمختګ پر وړاندې د وسلوال پاڅون په هڅولو تورن دي.

الکر باشبوع چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کالونو ترمنځ یې د پوځ مشري کوله پر ده ټول لګیدلي تورونه رد کړي دي.

دا قضیه له سیکولرانو او پوځیانو سره په مخالفت کې د ښاغلي رجب طیب اردوعان لپاره یو لوی ازمایښت بلل کیږي.