چاپان له افریقا سره مالي مرستې کړې
د خپرېدو وخت
جاپان له افریقا سره ۳۲ میلیارده ډالرو مرستې او پانګونې ژمنه کړې ده. جاپان په خپل دغه کار سره غواړي له چین سره سیالي وکړي چې دا مهال د افریقا له لویې وچې سره نژدې اقتصادي اړیکې لري.
د مرستو ډېره برخه چې تر پنځو کلونو به ورکول شي، په ښارونو کې د ټرانسپورتي چارو په ګډون په بنسټیزو پروژو کې ولګول شي.
د جاپان لومړي وزیر په یوکاهاما کې د افریقا پرمختیايي غونډې ته وویل په شخصي سکتور کې پانګونه ستر لومړیتوب وي.














