يونان ترکيې ته د کډوالو لېږد پيل کړ
د خپرېدو وخت
له يونانه د ستنونکو کډوالو لومړۍ بېړۍ ترکيې ته ورسېدې دا د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه جنجالي تړون برخه ده.
موخه یې دا ده چې اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمېر را کم کړي او خپله کډوال له دې سختو مزلونو را وګرځوي.
دغه خلک چې ترکیې ته بېرته لېږل کېږي هغه دي چې یا یې اروپا کې پنا نه ده اخیستې او یا یې قضیې رد شوې دي.