ملاله د نایجېریایي نجونو خوشې کېدل غواړي
د خپرېدو وخت
درې مياشتې کېږي چې د نایجیریا شمال کې، د بوکو حرام، توندلارې ډلې، تر ۲۰۰ ډېرې زده کوونکې وتښتولې.
اوس د ماشومانو د زده کړو فعاله، ملاله یوسفزۍ چې په سوات کې طالبانو بريد پرې کړى و، نایجیریا ته تللې ده او هلته یې له هغو کورنیو سره لیدلي دي چې لوڼې یې اسلام پالو تښتولي دي.
بي بي سي ته هم ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه چې له هغو کورنیو سره د ملالې غونډې ته ورشي.