سيبياېس: ایراني چارواکو ویلي چې پر بېړیو بریدونه 'تېروتنه' وه
سيبياېس خبري شبکې د امریکايي لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایراني چارواکو په خصوصي خبرو کې د ډونلډ ټرمپ سلاکارانو ته ویلي چې هرمز تنګي کې پرسوداګریزو بېړیو بریدونه ''تېروتنه'' وه او دا اقدامات د سختدریځو یوې ډلې لخوا د مذاکراتو کمزوري کولو په موخه ترسره شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، ایران د خبرو د دوام غوښتونکی دی، خو سپینه ماڼۍ غواړي چې تهران په ښکاره ډول د دغو بریدونو مسوولیت ومني. د ټرمپ اداره دا بریدونه د اوربند د سرغړونې په توګه ګڼي.
راپور زیاتوي چې ډونلډ ټرمپ خپل ټیم ته، چې جې ډي وینس، جراډ کوشنر، سټیو وېټکاف او مارکو روبیو هم پکې شامل دي، لارښوونه کړې چې خبرې روانې وساتي.
ټاکل شوې ده چې د خبرو بل پړاو د شنبې په ورځ د عمان په کوربتوب ترسره شي.
امریکايي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې که ایران خپلو دښمنانه اقداماتو ته دوام ورکړي، نو واشنګټن به د پوځي او اقتصادي وسیلو په کارولو سره ځوابي اقدامات ترسره کړي.
هممهاله، د قطري منځګړو یو پلاوی هم تهران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره یې لیدنې کړې دي. دغه دیپلوماټیکې هڅې د دې لپاره روانې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ موجود تفاهم له ماتېدو وژغورل شي او په هرمز تنګي کې رامنځته شوی تاوتریخوالی راکم شي.














