د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل

د عکس سرچینه، AOGC
د افغانستان د تېلو او ګازو امارتي (حکومتي) شرکت اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې واردېدونکو تېلو او ګازو لپاره ټاکل شوي معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوکرایین لخوا روسیه کې د سونتوکو پر زیرمو له بریدونو وروسته د افغانستان د تېلو او ګازو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې واردات بند شوي دي.
له دې سره د افغانستان په کورني بازار کې د تېلو، ګازو او نورو نفتي توکو بیې لوړې شوې چې د خلکو شکایتونه هم ورسره ډېر شوي دي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال حمدالله زاهد بيبيسي ته ویلي د دوی د حکومت لخوا واردېدونکو تېلو ته د نويو نورمونو له منظورېدو وروسته په تېر یو نیم – دوو کلونو کې تر ۷۰ سلنې نفتي توکي (ډيزل او پیټرول) چې له دغو نورمونو سره برابر وو د مرکزي اسیا له هېوادونو، بېلاروس، روسیې او اذربایجانه واردېدل.
خو د ښاغلي زاهد په وینا دا چې په دې وروستیو کې د اوکرایین په بریدونو کې د روسیې د تېلو ځینې چاڼخونې او ستراتېژیکې زېرمې تخریب شوې، نو دغه هېواد د خپلو داخلي اړتیاوو پورته کولو لپاره د تېلو صادرات درولي او ترڅنګ یې د بېلاروس او اذربایجان ډېر صادرېدونکي تېل هم اوس روسیې ته ځي.
نوموړی وايي دوی په کور د تولیدېدونکو تېلو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ پر بېلابېلو لارو چارو کار کوي، چې دا ستونزه حل شي.
هممهاله د افغانستان د تېلو او ګازو امارتي (حکومتي) شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د کورني بازار پر وضعیت باندې د تېلو د نړیوالو بدلونونو مستقیمې اغېزې د دې لامل شوې، چې د بېکیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي پلاوی، د اوسنیو شرایطو له هر اړخېزې بیاکتنې او د کورني بازار د اړتیاوو له ارزونې وروسته د تېلو او ګازو د کمښت مخنیوي، بازار کې د ثبات ساتلو او د تېلو او ګازو د رسولو بهیر کې د ګډوډیو مخنیوي لپاره پرېکړه کړې چې تر ځانګړو شرایطو لاندې د پیټرول، ډیزل او اوبلن ګاز په تخنیکي مشخصاتو او معیارونو کې ځینې ټاکل شوي محدودیتونه په لنډمهاله توګه کم کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تدابیر "موقت او استثنايي" دي او د بازار د شرایطو له عادي کېدو وروسته به پخواني اصول او معیارونه په پام کې ساتل کېږي.
د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت دا هم ویلي چې "د بازار د ثبات او منظمۍ عرضې د دوام لپاره هره ورځ په لسګونه ټنه اوبلن ګاز او نور نفتي توکي د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدوي چې د بارزار اړتیا پوره" کړي.
دغه شرکت زیاته کړې چې "د ستراتېژیکو زېرمو د مدیریت، د بازار دوامداره څارنې او د عرضې د منظم تنظیم له لارې هڅه کوي چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز د بیو د لا لوړېدو مخه ونیسي."

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د یو لیتر پټرول بیه ۷۷ افغانۍ، د یو لیتر ډیزل بیه ۷۳ افغانۍ او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۴ افغانۍ اعلان کړې وه، خو خلک وايي چې بیې عملآ تر دې ډېرې لوړې دي.
په دې وروستیو کې د هرات یو شمېر اوسیدونکو ویلي وو چې په دغه ښار کې د پټرول بیه ۸۶، د ډیزل ۷۵ او د مایع ګاز بیه ۸۲ افغانۍ ته رسېدلې ده.
خو د طالبانو حکومت وايي، د نفتي توکو د بیو د لوړېدو ستونزه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې د تاجکستان او ازبکستان په څېر د سیمه په نور هېوادونو کې هم محسوسېږي.
مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه خان جان الکوزي بيبيسي ته ویلي وو چې له ایران سره د امریکا او اسرائيل د جګړې دوام او نورو نړیوالو ستونزو په افغانستان کې هم د نفتو او ګازو پر بیو اغېزه ښندلې.
نوموړي ویلي وو افغانستان اوس یوازې له ترکمنستانه واردات لري چې د دغه هېواد زېرمې هم ډېرې کمې دي.
د ښاغلي الکوزي په وینا له ایرانه د تېلو واردات له دې کبله کم دي چې د افغانستان له اړخه واردېدونکو نفتي توکو ته ټاکل شوی نورم یا معیار تر ډېره نه پوره کوي.
خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت غواړي له ایرانه د نفتو او ګازو د وارداتو زیاتولو سره کورني بازار کې د روسیې، بېلاروس او اذربایجان د تېلو تشه ډکه کړي.





















