ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي

Afghanistan

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ملګري ملتونه اټکل کوي، د افغانستان نفوس به د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه ۴۸ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته ورسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ "یوناما" دا شمېرې نن د جولای پر ۱۱مه، چې د نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړې دي.

خو د طالبانو حکومت کې د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره بیا وايي، د ۱۴۰۵لمریزکال د نفوسو اټکل یې تر سره کړ چې له مخې یې سږ کال په افغانستان کې ۳۷ اعشاریه ۲ میلیونه وګړي ژوند کوي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع بي بي سي ته وویل، د اټکل له مخې، د افغانستان د نفوسو نژدې ۴۹ سلنه ښځینه او ۵۱ سلنه نارینه جوړوي.

یاده اداره زیاتوي، د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه وګړي په کلیو کې ژوند کوي، چې شمېر یې نژدې ۲۶ میلیونو ته رسېږي. د دغې ادارې په وینا د افغانستان د نفوس ۲۶ سلنه په ښارونو کې اوسېږي چې شمېر یې ۹ اعشاریه ۸ میليونو ته رسېږي.

د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره، د هېواد د ۳۴ ولایتونو تر ټولو ډېر نفوس په کابل کې اوسېږي، چې شمېر یې ۶ اعشاریه ۴ میلیونه ته رسېږي او دویم ګڼ نفوسی ښار هرات دی چې نژدې ۴ اعشاریه ۲ میلیون کسان پکې ژوند کوي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې لیکلي "لکه څنګه چې د نړۍ نفوس مخ په زیاتېدو دی، نو د نفوس او د اقلیم بدلون او دوامدارې پراختیا ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې مهمې شوې دي. نو د ښځو او ځوانانو پر زد‌کړو، روغتیايي چوپړونو او اقتصادي فرصتونو پانګونه د پیاوړې ټولنې او راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده."

کابل ښار، افغانستان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

په یاد شمېر کې میلیونونه ښځې، نجونې او ځوانان شامل دي چې د هغوی روغتیا، حقونه او هغوی ته شته فرصتونه به د افغانستان راتلونکی جوړ کړي.

یوناما زیاتوي، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د شین‌کوریزو ګازونو یوازې ۰.۰۱ سلنه تولیدوي، خو بیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې د اقلیم بدلون یې ډېر اغېزمنوي.

وچکالۍ، سېلابونه، د تودوخې لوړېدل او د اوبو کمښت د خلکو د ژوند او عاید سرچېنې له ګواښ سره مخ کوي. د یوناما په وینا د افغانستان ۷۵ سلنه خلک پر کرنې او مالدارۍ تکیه کوي، چې له امله یې میلیونونه کسان د اقلیم له اړوندو ناورینونو سره ډېر زیانمنېږي.

Afghanistan

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

بله خوا، په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته ګڼ‌شمېر افغان کډوال افغانستان استول شوي دي. په ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳م کال له وروستیو راهیسې په پاکستان او ایران کې مېشت له شپږو میلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا په دومره ګڼ‌شمېر کې کډوال افغانستان ته لېږدول د کار پر بازار فشار زیات کړی او روغتیايي چوپړونو ته یې لاسرسی سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، سږ کال به دوه میلیونه نور افغان کډوال هم بېرته افغانستان ته ستانه شي.

افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې ډېر ځوان وګړي لري. د رسمي شمېرو له مخې د دغه هېواد د نفوس له ۴۷ سلنه زیات کسان تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.