تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکاد بهرنیو چارو وزیر: ایران سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې یوې خبري غونډې ته وینا کې مارکو روبیو د امریکا او ایران تر منځ د مذاکراتو په هکله هم وغږېد.
له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې په تړاو پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي روبیو وویل، ''کېدای شي، وبه شي، یو څه نور معلومات به د نن ورځې په وروستیو کې راشي.''
خو نوموړي زیاته کړه، دی به یې ''ولسمشر (ټرمپ) ته پرېږدي، چې نور اعلانونه وکړي.''
ښاغلي روبیو زیاته کړه: ''یو څه پرمختګ شوی – پام وړ پرمختګ، خو وروستی پرمختګ نه دی.''
روبیو زیاته کړه، ایران به هیڅکله نه شي کولای، اتومي وسله ولري. دا داسې څه دي، چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له دې مخکې په تکرار سره ویلي دي.
د ښاغلي روبیو په وینا له داسې یوې هوکړې سره د ولسمشر ټرمپ توافق چې ګواکې ایران به د اتومي وسلو په موضوع کې پیاوړی دریځ ولري، (بې معنا) نظر دی.
نوموړی وايي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیکې لارې چارې د امریکا لومړیتوب دی، نوموړ زیاتوي: "زه فکر کوم چې موږ یو څه پرمختګ کړی دی."
روبیو زیاته کړه، نړۍ به په راتلونکو څو ساعتونو کې یو څه ښه خبرونه ترلاسه کړي، "لږترلږه د تنګي په اړه''.
هغه له دې سره خبرداری ورکوي: "موږ لاهم یو څه کار لرو". روبیو وايي، "ښه خبرونه" شته خو "وروستی خبرونه نه دي".
له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ پر شنبه وویل، له ایران سره د یوې هوکړې په تړاو ''په پراخه کچه'' خبرې شوې دي، چې د ده په وینا د هرمز تنګي بیا پرانیستنې موضوع به هم پکې شامله وي.
نوموړي ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې ''د وروستیو جزیاتو په هکله خبرې شوې دي او ژر به اعلان شي.''
ښاغلي ټرمپ وویل، په ''قطعي ډول'' به هره هوکړه اتومي وسله جوړولو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تېره اونۍ د ایران او امریکا دریځونه یو بل ته نژدې شوي دي، خو په وینا یې معنی یې دا نه ده، په مهمو مسائلو به هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي پر امریکايي چارواکو د ''متضادو څرګندونو'' تور پورې کړ.