هلمند کې د کرېکټ پر لوبغالي "عیدګاه جومات" جوړېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې چارواکو بي بي سي ته منلې چې د کرېکټ پر ولایتي لوبغالي عیدګاه جومات جوړېږي او دا چې د لوبغالي لپاره به یو بل ځای ځمکه ځانګړې شي.

هلمند کې د طالبانو حکومت د والي ویاند مولوی محمد قاسم ریاض کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبد الله نظامي ته ویلي، د کرېکټ د لوبغالي پر ځای "مرکزي عیدګاه تقریبا پر ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي."

ښاغلی ریاض وايي " د بدیل ځای لپاره یوه منظمه کمېټه جوړه شوې، بدیل ضرور ورکول کېږي ځکه مهم دی."

بي بي سي ته په رسېدلو انځورونو کې لیدل کېږي چې د لوبغالي وسایل په موټرونو کې بار شوي او په یوه ډول هلته د عیده ګاه د جوړولو چارې پیل شوي دي. د هلمند د ولایتي ادارې ویاند ټینګار کوي چې د کرېکټ بورډ اړوند وسایل به وساتل شي" د لوبغالي یو شی هم نه ضایع کېږي . د امانت په شکل به وساتل شي ترڅو نوي ځای کې استفاده ورڅخه وشي."

بي بي سي په کابل کې په پرلپسې توګه د کرېکټ بورډ چارواکي په دې تړاو پوښتلي خو تر دې دمه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

له تېرې ورځې راهیسې چې پر خواله رسنیو د دغه لوبغالي پر ځای د "جومات" جوړېدو خبرې تودې شوي د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوي. یو شمېر کسانو ویلي، د لوبغالي ویجاړول دغه ولایت کې د کرېکټ مخ پر ودې بهیر ټکنی کولی شي.

دغه لوبغالي کې د تېر اپرېل لومړیو کې د بېلابېلو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو ترمنځ څو ورځنۍ سیالې شوې وې. د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې دغه سیالۍ د کورني کرېکټ په غوړېدا کې یو مهم ګام بللی و.

دوه کاله وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان لښکرګاه ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې د دغه لوبغالي ودانیزې چارې به له سره پیل او سیمه به یې پراخه شي. ښاغلي نصیب خان ژمنه کړې وه چې د لوبغالي ویشتنځای به ورغول شي او د نندارچیانو د ناستې لپاره به هم اسانۍ ډېرې شي.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د هلمند ولايتي مرکز لښګرګاه کې د کرېکټ د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه.

هغه مهال کابل کې د کرېکټ بورډ چارواکو ویلي وو، دغه لوبغالى د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د پخواني افغان حکومت "د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي مرسته د شاوخوا ۳۴ ميليونو افغانیو په لګښت پر شل جريبه ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړېږي." کال وروسته د دغه لوبغالي پرانیسته وشوه او په ځايي کچه په کې لوبډلو لوبې کولې.

هلمند چې هغه وخت د سختو جګړو شاهد و، د دغه لوبغالي جوړېدل په کې د ځوانانو لپاره د ټولنیز ژوند یوه داسې هیله بلل کېده چې د خونړیو پېښو له خبرونو سره به له دغه سیمې د کرېکټ د سیالیو خبرونه هم خپرېږي څه چې د افغان ملي لوبډلې په نړیواله کچه ځلېدا افغانستان کې د کرېکټ لېوال او مینه وال ډېر کړي وو، او دې لوبه لوی شمېر افغانانو کې یو ځانګړی ارزښت موندلی و او د وخت په تېرېدو دا لولتیا پراخېدونکې ده.

د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې افغان کرېکټ بورډ وویل" هلمند کرېکټ لوبغالی د کورني کرېکټ د سترو سیالیو (میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ) کوربه دی"

له دومره هیلو سره تړلی لوبغالی چې اوس ړنکېږي که بدیله ځمکه هم ورته غوره کېږي سملاسي د دې سیمې د ځوانانو لپاره یو خواشینونکی خبر دی.