مصنوعي ځیرکتیا موږ انسانان له منځه وړای شي؟

د ویډیو تشریح، مصنوعي ځیرکتیا موږ انسانان له منځه وړای شي؟
مصنوعي ځیرکتیا موږ انسانان له منځه وړای شي؟
د خپرېدو وخت

د مصنوعي ځيرکتیا امریکايي شرکت انټروپيک وايي، د داسې هڅو مخه یې نیولې چې د دغه شرکت له اې‌ای ماډلونو ښايي د بیولوژيکي او نورو وسلو په جوړولو او ورانکارۍ کې کار واخیستل شي. خو د دغه شرکت یوه پخواني څېړونکي جیکوب کاکسون ویلي چې ښايي دا ټېکنالوژي د روانې لسیزې تر پایه انسانان له منځه یوسي. نور کارپوهان بیا د داسې څه احتمال شاوخوا لس سلنه بولي.

د مصنوعي ځيرکتیا یوه بل مخکښ کارپوه جفري هېنټن بي‌بي‌سي ته ویلي چې حکومتونه او د اې‌ای شرکتونه باید د داسې څه مخنیوي لپاره چټک او اغېزمن ګامونه واخلي.

د ده په وینا، دا ټېکنالوژي په پراخه کچه د انسانانو د ژوند ښه‌والي لپاره کارول کېدای شي.