''په قسم یې تېرایستلم''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د ټیلیفون له لارې د خلکو تېرایستل یا غولول او له هغوی نه په درغلۍ د پیسو اخیستل په دې وروستیو کلونو کې په یوې تولنیزې ستونزې بدله شوې ده.
دغه تېر ایستونکې کسان او شبکې له بېلا بېلو تکتیکونو کار اخلي چې تر ډېره له تکنالوژۍ بې خبره کسان تېر باسي او پیسې ترې واخلي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی حاجي میرویس وايي، یو چا چې ده ته یې ځان د یوې مرستنیدویه ادارې کارکونکی معرفي کړی و د پاکستان له یوې شمېرې د واټسپ له لارې زنګ وهلی و او د مرستو ژمنه یې ورسره کوله.
حاجي میرویس وايي، د هغه کس له غوښتنې سره سم یې له خپلې تذکرې سره یو ځای د خپل کور د وضعت تصویرونه هم ورواستول. خو دده په وینا هغه کس غوښتنه وکړه چې اول باید د مرستنیدویه ادارې بانکي حساب ته پیسې واستوي چې له کوټې نه افغانستان ته د حوالې لګښت پرې ورکړي.
حاجي میرویس حواله وکړه، خو خبر نه و چې دا کس ورسره درغلي کوي او پیسې یې لاړې.
حاجي میرویس وایي:
''زه څنګه وغولېدم، هغه د خدای کور ته د تلو او هلته د قسم خبره کوله، چې له افغانانو سره به مرسته کوي. زما تېروتنه دا وه چې ما له هغه هېڅکله ونه پوښتل چې نوم یې څه دی او په رښتیا څوک دی.''
دا ډول درغلي تر افغانستانه محدوده نه ده. په ټوله نړۍ کې هر کال درغل کسان او شبکې په ملیاردونو ډالر د انلاین لارې په درغلیو غلا کوي.
په افغانستان کې په بیلو ډولونه خلک تېر ایستل کېږي. د جایزې ګټلو ادعاوې، د دولتي او امنیتي ادارو له لورې ګواښل، د ویزو اخستلو او بهرنیو هېوادونو ته د بېولو ژمنې او له بې وزلو سره همکاري کول ځینې هغه تکتیکونه دي چې د ټیلیفون او خواله رسنیو له لارې درغلي کوونکی یې د پیسو ترلاسه کولو لپاره کاروي.
افغانستان کې په بېلابېلو پلمو د خلکو تېرایستل

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې په ملیونونو کسان موبایل يا ګرځنده ټېلیفون لري چې په دې کې ګڼ شمېر یې خواله رسنۍ یا انټرنېټ هم کاروي. د طالبانو حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي درغلې شبکې او کسان له انټرنېټ سره د خلکو د نه بلدتیا نه په ګټې په بېلو پلمو د هغو د تېر ایستلو هڅې کوي. د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په دې اړه بي بي سي ته وویل چې له تکنالوژۍ سره د خلکو د بلدولو په موخه یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي چې خلک ورشي او ځان د تکنالوژۍ له کارولو سره بلد کړي.
چارواکي وايي، که د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او دغه راز د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې 'اترا' ته د درغلیو شکایت وشي، دوی یې څېړي او بیا خپلې موندنې د قانون پلي کوونکو ادارو ته سپاري چې درغل کسان ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
د طالبانو حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت په وینا دوی هڅه کوی چې د ټیلیفون او خواله رسنيو له لارې د درغلیو او د خلکو د ځورونې د مخنیوي په لړ کې سیم کارتونو د ثبت او راجستر لړۍ چټکه کړي. د چارواکو وینا ده چې تراوسه د څلورو مخابراتي شبکو سیم کارتونه ثبت شوي او د پنځمې شبکې د راجستر چارې هم روانې دي.
خو د کمپوټري چارو لندن میشتی کارپوه فضل الرحمان شکینوال وايي کېدای شي له هرې شمېرې جعل کاري وشي.
هغه سپارښتنه کوي:
''حکومت کولای شي د بانکونو او مخابراتي شرکتونو ترمنځ همکاري او همغږي لا پیاوړې کړي، چې مشکوکې شمېرې او حسابونه ژر تر ژره بند کړل شي. دغه راز، د ټیلیفون شمېرو د جعل او درغلۍ د مخنیوي لپاره باید پرمختللي تخنیکي حللارې او معیارونه وکارول شي.''
کارپوهان سپارښتنه کوي چې ان که داسې یو څوک هم چې تاسو یې پیژنۍ د خواله رسنیو له لاې له تاسو د پیسو استولو غوښتنه وکړي مخکې له هغه مخامخ مو ورسره خبرې نه وي شوي، پیسې مه وراستوئ. هېڅکله خپل د بانکي حسابونو جزییات چاته مه ورکوئ او که شک درته پیدا شوی ژر تر ژره رسمي مراجعو ته خبر ورکړئ، چې له درغلیو وژغورل شئ.


















