د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ترمنځ خونړۍ نښته: ایا د پاکستاني وسله والو ډلو ترمنځ اختلافونه زیات شوي؟

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي-پېښور
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د چارشنبې پر ورځ د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې د ۱۸ کسانو له وژل کېدو وروسته د دې وسله والو ډلو تر منځ د اختلافاتو زیاتېدو په هکله بحثونه پیل شوي دي.

د کورمې پولیسو دا پېښه تائید کړې، خو ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.

د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې ویاند اسد منصور د دې پېښې په تړاو یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دوی ''۱۸ ملګري'' د تحریک طالبان پاکستان مفتي نور ولي مسېد ډلې له لوري په نښه شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې ''اوس د دې غچ اخیستنه فرض دی.''

تحریک طالبان پاکستان بیا په دې هکله څه نه دي ویلي او کله چې دوی سره په دې هکله اړیکه ونیوله شوه، له غبرګون څرګندولو یې انکار وکړ.

د یادونې ده، چې په تېر کې هم پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو ډلو ترمنځ د اتحاد او اختلاف خبرې رامنځته شوې او د دې ډلو د غړو تر منځ نښتې هم شوې دي.

خو د یوې ډلې له لوري د بلې ډلې یونیم درځن وسله والو له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا د دې وسله والو ډلو تر منځ اختلافات څرګندېږي.

د کورمې پېښې په هکله پر چارشنبه رپوټونه ورکړل شول، چې په مناتو سیمه کې د وسله والو ډلو تر منځ نښته کې اتلس کسان وژل شوي دي.

په دې هکله ویل شوي، چې نښته د دوو ځايي ډلو (کاظم ګروپ) او (امتي ګروپ) د وسله والو تر منځ شوې، چې پایله کې د امتي ګروپ قوماندان ممتاز په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، د امتي ډله له جماعت الاحرار سره تړاو لري. رپوټونه زیاتوي، چې د امتي ډلې وسله والو کمین نیولی او برید یې کړی، چې پایله کې یې درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د شنونکو په وینا پاکستان کې اوسمهال ترټولو لویه سخت دریځه وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان بلل کېږي، چې شاوخوا۶۰ کوچنۍ او لویې ډلې پکې شاملې دي.

د دې تر څنګ د هغې ډلې نوم چې په تېرو څو کلونو کې یې لوی بریدونه کړي دي، 'اتحاد المجاهدین پاکستان' هم یادېږي. اتحاد المجاهدین پاکستان کې درې لویې ممنوع ډلې شاملې دي او له حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلې اتحاد دی.

که څه هم جماعت الاحرار هم د ټي ټي پي سره په اتحاد کې شامل دی، خو په تېر کې یې اړیکې ترینګلې وې.

د چارو شنونکي عبدالسعید په وینا، په کورمه سیمه کې د دواړو ډلو ترمنځ نښته په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو په روانو داخلي شخړو کې "تر ټولو خونړۍ پېښه" ده.

پاکستان کې د چارو شنونکي وايي، د ټي ټي پي او جماعت الاحرار تر منځ اختلافونه برالا کېږي. (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې د چارو شنونکي وايي، د ټي ټي پي او جماعت الاحرار تر منځ اختلافونه برالا کېږي. (ارشیف تصویر)

د ده په وینا، د دغو دوو ډلو ترمنځ کړکېچ د ۲۰۲۲م کال د اګست له میاشتې وروسته پیل شو، چې د جماعت الاحرار بنسټګر مشر عمر خالد خراساني په افغانستان کې په یوه مبهم برید کې ووژل شو. ویل کېږي چې په تېر کال کې دغه تاوترېخوالی ورو ورو زیات شوی دی.

خبریال رفعت الله اورکزی وايي، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اتحاد کې تر ټولو لویه ډله جماعت الاحرار بلل کېږي، او دې ډلې په تېر کې لوی عملیات هم ترسره کړي دي. د هغه په وینا، جماعت الاحرار خپله د رسنیو شبکه هم چلوي چې "غازي میډیا" نومېږي.

یاده دې وي چې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ میاشت کې "غازي میډیا" په خپل یوه بیان کې د ټي ټي پي پر مشر نور ولي مسېد تور پورې کړی و چې هغه د جماعت الاحرار د مشر عمر خالد خراساني په وژنه کې ښکېل دی.

د رفعت اورکزي په وینا، کله چې په وروستیو کلونو کې ټي ټي پي خپل تنظیم بیا جوړ کړ، نو پکې مکرم خراساني او یو شمېر نورو کسانو ته مهمې دندې ورکړل شوې، خو ښکاري چې د دواړو ډلو ترمنځ بې باوري او شکونه موجود وو.

رفعت اورکزي دا هم ادعا کړې چې په تېرو وختونو کې افغان طالبانو هم د دغو دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره رول لوبولی و.

شنونکی عبدالسید وايي، په ۲۰۱۴م کال کې د تحریک طالبان پاکستان دننه د اختلافاتو له کبله عمر خالد خراساني له خپلو پلویانو سره له دې ډلې جلا شو او د جماعت الاحرار په نوم یې نوې ډله جوړه کړه.

د عبدالسید په وینا، وروسته د ۲۰۲۰ په اګست کې جماعت الاحرار بېرته د تحریک طالبان پاکستان په اتحاد کې شامل شو، خو د عمر خالد خراساني له وژل کېدو وروسته د دواړو ډلو اړیکې بیا هم ترینګلې پاتې شوې. که څه هم څو ځله مشروطې روغې جوړې هم وشوې، خو دغه کړکېچ د وخت په تېرېدو لا پسې زیات شو.

هغه وايي، که څه هم د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې جماعت الاحرار په غیر رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ خپل موازي تنظیمي شبکه فعاله کړې، خو تر اوسه یې په رسمي ډول له ټي ټي پي جلا کېدل نه دي اعلان کړي، او نه هم ټي ټي پي دا ډله جلا سازمان بللې ده.

د خراسان ډایري مدیر او خبریال افتخار فردوس وايي، د تېر کال نومبر کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو فتوی ورکړه، چې پکې ویل شوي وو هغه وسله وال چې په ۲۰۲۰م کال کې بېرته له جلا کېدو وروسته په دې ډله کې شامل شوي او اوس لوټ مار او ګډوډي خپروي، باید ووژل شي.

د هغه په وینا، له هغه وروسته د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې د جماعت الاحرار سره تړلي څلور وسله وال د ادعا له مخې د ټي ټي پي د جنګیالیو له خوا ووژل شول، خو دواړو ډلو په رسمي ډول دا پېښه نه ده تائید کړې. هاغه مهال د ټي ټي پي ځینو مشرانو ادعا کړې وه چې هغوی سره له دې چې له ټي ټي پي نه جلا شوي وو، خو د وسلو ساتلو او د خلکو د لوټلو له امله وژل شوي دي.

له دې وروسته ځینو سرچینو راپور ورکړی و چې جماعت الاحرار له ټي ټي پي څخه بېل شوی او اعلان یې کړی چې خپله به په خپلواکه توګه خپل فعالیتونه ترسره کوي.

شنونکي وايي، جماعت الاحرار که څه هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اتحاد سره تړاو لري، خو داسې راپورونه هم شته چې د دې ډلې خواخوږي د "اتحاد المجاهدین پاکستان" سره پاتې شوې ده.

د کورمې د پېښې په اړه رفعت الله اورکزی وایي چې ظاهراً له دې لویې پېښې وروسته اوس د جماعت الاحرار او ټي ټي پي ګډ مخکې تګ ستونزمن ښکاري، او هغو کړیو کې چې له منحل شویو سازمانونو سره نږدې ګڼل کېږي، داسې ادعاوې کېږي چې جماعت الاحرار ښايي له حافظ ګل بهادر ډلې، اتحاد المجاهدین پاکستان، سره یوځای شي.

عبدالسید وایي چې د کورمې د پېښې په اړه د جماعت الاحرار د ویاند اسد منصور څرګندونې سملاسي د دوی په رسمي ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې پکې د دې پېښې په غبرګون کې د غچ اخیستنې اقدام ګواښ شوی و. خو تر اوسه پورې د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني یا د دې ډلې د کوم بل غړي رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی.

له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې په پاکستان کې د وسله والو پر ضد لوی عملیات ترسره شول، پایله کې وسله والووزیرستان او نورو سیمو کې خپل تر کنټرول لاندې پټ ځایونه پرېښودل او افغانستان ته کډه شول. د دې مهم لامل دا هم و چې په هغه وخت کې د دوی ترمنځ داخلي نښتې روانې وې، چې له امله یې هغوی په بېلابېلو ډلو وویشل شول.

افتخار فردوس وایي چې پاکستان او افغانستان کې "جهادي نظام" له یو بل سره په ټکر کې دی، ځکه ګڼ شمېر ډلې هڅه کوي خپل نفوذ پراخ کړي. هغه زیاتوي: "د دغو ډلو ترمنځ، د نورو ټولنیزو او سیاسي عواملو تر څنګ، د بېلابېلو مذهبي مسئلو پر سر هم اختلاف شته، چې پکې د دیوبندي او غیر دیوبندي ډلو ترمنځ اختلافات شامل دي."

د هغه په وینا، د ټي ټي پي او د هغې د مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو او وژنو دغچ اخیستو له اعلانونو وروسته، منحل شوې وسله واله ډله القاعده او افغان طالبان هڅه کوي چې نوره وینه تویېدنه ودروي او د منځګړیتوب هڅه کوي.

عمر خالد خراساني په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، او د جماعت الاحرار سره تړلو رسنیو د دې وژنې پړه د ټي ټي پي په مشر نور ولي مسېد واچوله.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمر خالد خراساني په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، او د جماعت الاحرار سره تړلو رسنیو د دې وژنې پړه د ټي ټي پي په مشر نور ولي مسېد واچوله.

د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د بي بي سي پښتو له سید عبدالله نظامي سره په خبرو کې ویلي و چې ځینو بهرنیو وسله والو، چې پکې د پاکستاني طالبانو سیمه ییزې ډلې او له مرکزي اسیا سره تړلي څو وسله والې ډلې شاملې وې، د یوې اتحادیې تر چتر لاندې د هغه له ډلې سره یو ځای شول، چې دغه اتحاد ته د جماعت الاحرار نوم ورکړل شو.

د هغه په وینا، د جماعت الاحرار د مشر ټاکلو لپاره یوه شورا جوړه شوې وه، چې د خپلمنځي رایو له لارې یې عمر خالد خراساني د دې ډلې د مشر په توګه وټاکه.

د احسان الله احسان په وینا، وروسته سمبولیک ډول مشري مولانا قاسم خراساني، چې په "ناظم" مشهور دی، ته وسپارل شوه. نوموړی د سوات سیمې سره تړاو لرونکی یو سخت دریځه قوماندان دی. تر نومبر ۲۰۲۵ پورې "ناظم" د جماعت الاحرار په رسنیزو او مشورتي چارو کې فعاله ونډه لرله.

احسان الله احسان زیاتوي چې د حکیم الله مسېد تر وژل کېدو وروسته، کله چې د سوات طالبانو مشر مولوي فضل الله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشري واخیسته، د تنظیم دننه پراخ اختلافات رامنځته شول. د دغو اختلافاتو یوه مهمه وجه دا وه چې ځینو وسله والو قومندانانو غوښتل د تنظیم د واک جوړښت بدل شي او د افغان طالبانو په شان یوه قوي شورا جوړه شي.

د ټي ټي پي مخکینی ویاند ۲۰۲۰ کې د پاکستاني پوځ له توقیفه وتښتېد.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ټي ټي پي مخکینی ویاند ۲۰۲۰ کې د پاکستاني پوځ له توقیفه وتښتېد.

هغه زیاته کړې وه چې د جماعت الاحرار بنسټیزه موخه دا وه چې "د پاکستاني حکومت پر ضد روانه وسله واله جګړه نوره هم پیاوړې کړي."

احسان الله احسان دا ادعا هم کړې چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونو کسانو په دې ډلې کې ګډون کړی و.

د بي بي سي پښتو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دې ډلې خپله ډېره پاملرنه د مومندو ایجنسۍ او ور سره نږدې سیمو ته اړولې وه، ځکه چې د دې ډلې مشري د همدې سیمو سره تړاو لرله.

سربېره پردې، د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر مهم قوماندانان هم وروسته په جماعت الاحرار کې شامل شول، چې پکې د خیبر پښتونخوا سره تړاو لرونکی مولوي صابر هم شامل و.

دا تنظیم په پاکستان کې د ګڼو لویو سختدریځو بریدونو مسوولیت منلی، چې پکې نه یوازې د امنیتي ادارو غړي بلکې ډېر عام ملکي وګړي هم وژل شوي دي.