جورجېت ګنیون: افغانستان کې د اندېښنې وړ مسئلو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی

د عکس سرچینه، UNAMA News
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما چارسمبالې مشرې جورجېت ګنیون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته له کابله په خپلې وینا کې وویل، اقتصادي ثبات، د امنیت ښه والی او بنسټیزه پراختیا په افغانستان کې هیلمنوونکي بدلونونه دي، خو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ مسئلو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
هغې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو، د ټولګډوني حکومت د نشتوالی، د بشري حقونو کړکېچ او د "ترهګرو" ډلو د پرلپسې شتوالي یادونه هم وکړه.
دا غونډه داسې مهال جوړه شوه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) تازه ویلي چې په افغانستان کې نژدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې د روان کال د مرستو لپاره له نړیوالې ټولنې له غوښتل شوې ۱.۷ میلیارده ډالرو بسپنې، تر اوسه یوازې څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د امریکا استازي مایک والټز د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغوی له یوې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غواړي، خو له بلې خوا د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.
هغه وویل، تر هغه چې د طالبانو حکومت خپله تګلاره بدله نه کړي، له دې حکومت سره د اړیکو عادي کېدل د تصور وړ نه دي.
د بریتانیا استازي هم وویل چې "هېواد یې د یوناما د هڅو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي."
خو د چین او روسیې استازو په دې غونډه کې بل ډول دریځ درلوده.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د چین استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان تحولاتو ته هر اړخیز، واقعي او رغنده نظر ولري او د طالبانو له حکومت سره خبرې او تعامل پیاوړی کړي.
د روسیې استازي د افغانستان په اړه د ځینو لوېدیځو هېوادونو پر دریځ نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره، د ده په وینا، واقعي، عملي او بې له شرطه تعامل وکړي.
د هند استازي وویل، د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ پر مرکز بدله نه شي او ټینګار یې کړی چې اوسنیو واقعیتونو ته په کتو دې نړۍ د افغاستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړي او له دغه هېواد سره دې بشري او اقتصادي مرستې ډېرې کړي.
هغه پر افغانستان سوداګریز او ترانزيتي محدودیتونه وغندل او د افغانستان اقتصادي پرمختیا او د سوداګرۍ غوړېدو ته یې د خپل هېواد پر هوډ ټینګار وکړ.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پاکستان استازي یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستان د طالبانو غورځنګ، (ټي ټي پي)، د شتوالي ادعا تکرار کړه او ویې ویل چې د طالبانو حکومت مسوولیت لري د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو ګواښونو مخه ونیسي.
د ایران استازي هم وویل، هېواد یې څو ځله د داسې یو واقعي او ټولګډوني حکومت پر اړتیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ټولو قومونو او سیاسي بهیرونو استازیتوب وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د پخواني افغان حکومت استازي نصیراحمد فایق وویل، د افغانستان اوسنی کړکېچ یوازې یوه کورنۍ مسئله نه ده، بلکې نړیوالې سولې او امنیت ته وړاندې یو جوړښتي ګواښ دی.
غونډه له کوم الزامي پرېکړهلیک یا د یوې ګډې ستراتیژۍ له هوکړې پرته پای ته ورسېده، او تر هر څه زیات یې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د امنیت شورا د غړو تر منځ د ډیپلوماتیک بندون او د نظر د اختلاف دوام وښود.


















