بریتانیا کې د لاله ګلونو د یوه بڼ له نندارې خیریه چارو لپاره پیسې راټولېږي

د ویډیو تشریح، بریتانیا کې د لاله ګلونو د یوه بڼ له نندارې خیریه چارو لپاره پیسې راټولېږي
بریتانیا کې د لاله ګلونو د یوه بڼ له نندارې خیریه چارو لپاره پیسې راټولېږي

د بریتانیا په نورفوک کې یو مشهور بڼ چې تر ۹ میلیون ډېر رنګارنګ لاله ګلونه پکې دي، یو ځل بیا د عامو خلکو نندارې ته پرانیستل شوی دی.

متظمین غواړي دا ځل له دې لارې د یوه ورڅېرمه مرستون د چارو دوام لپاره ۵۰۰ زره پونډ راټول کړي.

دا بڼ تېر کال د ویکېډ په نوم د هالیووډ په یوه ډېر بریالي فلم کې هم ښودل شوی او د ډېرو خلکو پام وراوښتی و.