د هوا ګرمېدو سره په کندهار کې په لاس جوړو شویو کولرونو بازار تود شوی

په لاس جوړ شوي کولرونه

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په سویلي سیمو کې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره په لاس د جوړو شویو ځایي کولرونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.

کندهار د افغانستان له هغو ښارونو یو دی چې په دوبي کې یې معمولاً هوا خورا توده وي او ان د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۰ درجو اوړي. په داسې شرایطو کې د سیمې ډېری اوسېدونکي د خپلو کورونو د یخ ساتلو لپاره د کولرونو کارولو ته مخه کوي.

په همدې حال کې هغه کولرونه چې په ځايي ډول جوړېږي او ډېری یې د لمریزې انرژۍ پر بنسټ کار کوي، د وارداتي کولرونو پرتله د ارزانه او لږې برېښنا مصرفوونکي بدیل په توګه پام ځانته وراړوي.

خپاره شوي انځورونه ښيي چې په کندهار کې ځایي کارګران دغه کولرونه د داخلي او وارداتي پرزو د ګډ ترکیب په کارولو سره جوړوي.

د دې کولرونو جوړونکي وایي چې دا وسایل نه یوازې لږه برېښنا مصرفوي، بلکې د سیمې له ګرم او وچ اقلیم سره هم ډېر موافق دي.

دې انځور کې یو کارګر د کولرجوړولو په حال کې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دې انځور کې یو کارګر د کولرجوړولو په حال کې

د برېښنا د لګښت زیاتوالی او د هوا یخولو پرمختللو سیسټمونو ته محدود لاسرسی هم هغه نور عوامل دي چې ډېرې کورنۍ یې دې ته اړ کړې چې ځایي حل‌لارو ته مخه کړي.

په افغانستان کې د لاس‌جوړو یخولو وسایلو کارول پخوانی مخینه لري. مخکې هم په موټرونو کې دننه د ساده کولرونو بېلګې کارول کېدې چې د داخلي فضا تودوخه راکمه کړي.

د کولرونو جوړونکي وایي چې د دې ډول ځایي نوښتونو پراختیا نه یوازې د خلکو ورځنیو اړتیاوو ته ځواب وایي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې یې هم مرسته کړې ده.

افغانستان، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیان‌منو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د تودوخې له زیاتوالي او د سختې ګرمۍ څپو سره ډېر مخ شوی دی.

دا کولرونه د داخلي او وارداتي پرزو له یو ځای کولو وروسته چمتو کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دا کولرونه د داخلي او وارداتي پرزو له یو ځای کولو وروسته چمتو کېږي.
یو ځايي کارګر د کولر چمتو کولو په حال کې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یو ځايي کارګر د کولر چمتو کولو په حال کې.
د هوا تودوخې له زیاتېدو سره ځایي اوسېدونکو د کورونو یخولو لپاره په ځايي ډول د چمتو شویو وسایلو کارولو ته مخه کړې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هوا تودوخې له زیاتېدو سره ځایي اوسېدونکو د کورونو یخولو لپاره په ځايي ډول د چمتو شویو وسایلو کارولو ته مخه کړې.