هرات کې پر لاریون د ډزو پر مهال دوه تنه وژل شوي او شپږ ټپیان شوي دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې ځايي سرچینې وايي، یو شمېر نارینه او ښځینه اوسېدونکو احتجاج کړی چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

سیمه کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغه احتجاج د هرات په جبرئیل سیمه کې شوی دی. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، د طالبانو حکومت امنیتي کسانو پر لاریونیانو ډزې کړې، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږکسان ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته منلې، چې لږترلږه درې کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هرات امنیه قومندانۍ یوه ویاند سید مسعود حسیني وايي" امنیتي ځواکونو د خپل مسولیت له مخې د امنیت او عامه ټیکاو خوندیتوب لپاره ګام پورته کړی دی او د عامه امنیت له هر ډول ګډوډونکو سره به دا ډول چلند وشي."

ښاغلي حسیني ویلي، د جبرئیل سیمه کې یو شمېر خلکو " د اسلامي حجاب چې یو الهي فرض دی په مخالفت سره د عامه نظم په ګډوډولو لاس پورې کړی و. امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته ورسېدل او حالت یې کابو کړ."

د لاریونوالو له خولې تر اوسه څه نه دي روښانه شوي چې داغه لاریون کې څومره کسانو ګډون کړی و او دا چې بشپړې غوښتنې یې څه وې.

ځايي خبریالان وايي، دغه لاریون په دې وروستیو کې د حجاب پر موضوع د ځینو ښځو نیول کېدو پېښې سره په تړاو شوی دی. د بشري حقونو یو شمېر ادارو هم هرات کې د امر بالمعروف ادارې له لوري له مېرمنو سره په چلند اندېښنه ښودلې ده. د طالبانو حکومت نه مني چې مېرمنې دې نیول شوې وي.

جبرئیل د انجیل ولسوالۍ په یوه څنډه کې پرته سیمه ده، دغلته تر ډېره شیعه مذهبه هزاره افغانان مېشت دي.