د امریکا پوځ د ایران د "رادار مرکزونه" بمبار کړی او د ایران سپاه کویت او بحرین کې "امریکايي اډې" په نښه کړې

د ویډیو تشریح، د امریکا پوځ دا ویډیو خپره کړې او وایي چې دا په ایران کې پر ځینو هدفونو د ترسره شویو بریدونو صحنې ښيي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د خپل "ځان دفاع" په موخه یې په ایران کې د رادار پر ځینو مرکزونو وروسته له هغه بریدونه کړي دي، چې امریکايي ځواکونو څلور ایراني یواړخیز بریدکوونکې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) وغورځولې چې د هرمز تنګي پر لور توغول شوې وې. دا خبره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) کړې ده.

سینټکام ویلي: "دغه ډرونونه په سیمه کې د سمندري تګ راتګ لپاره مستقیم ګواښ وو. له دې وروسته امریکايي ځواکونو د ایران د ساحلي څارنې د رادار مرکزونه د ګوروک او قشم ټاپو په سیمو کې په نښه کړل، څو د احتمالي نورو بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي."

سینټکام همداراز ټینګار کړی چې: "امریکايي ځواکونه بشپړ چمتووالی او لوړ خبرداری لري او د ایران هر ډول بې‌دلیله تېري ته به د ځان دفاع د حق په چوکاټ کې مناسب ځواب ورکړي."

په ځواب کې، د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د سیمې "امریکايي اډې" یې په نښه کړې دي، وروسته له هغې چې د دوی په وینا پر سیریک او قشم ټاپوګانو "تېری" شوی و.

ایرنا د سپاه پاسداران د یوې اعلامیې له قوله ویلي:

"نن د شنبې ورځې د سهار په ۱:۳۰ بجو (د ایران په ځايي وخت)، څلورو تېل‌وړونکو بېړیو د یرغلګر امریکايي پوځ په لارښوونه او هڅونه او د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له پرله‌پسې خبرداریو پرته، هڅه وکړه چې له هرمز تنګي څخه په ناقانونه ډول ووځي. له خبرداري وروسته یوه بېړۍ په نښه او ودرول شوه، او نورې درې بېړۍ بېرته ستنې شوې."

عراقچي جوزف عون ته ځواب کې: که لبنان د ایران د چنې وهلو وسیله وای، موږ به مخکې لا له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي وای

عباس عراقچي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون څرګندونو ته غبرګون کې وویل: ''که لبنان د ایران د چنو وهلو یوه وسیله وای، موږ به له امریکا سره ډېر مخکې توافق کړی وای.''

ښاغلي عراقچي پر ټویټر پاڼه په دې هکله یوه پیغام کې لیکلي:

''د ښاغلي عون د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې ګواکې دا ایران دی چې د لبنان پنځمه برخه خاوره یې اشغال کړې، د هغه ځای د خلکو څلورمه برخه یې بې‌کوره کړې او هره ورځ یې هیواد بمباروي. ښاغلی ولسمشره، لبنان له خپل واقعي دښمنه وژغورئ.''

له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي.

ښاغلي عون له سي این این خبري شبکې سره مرکه کې وویل: ''د لبنان خلک د ایران د ګټو لپاره د دې وضعیت بیه پرې کوي او د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړې ستړي کړي دي.''

هغه له ایرانه وغوښتل چې د لبنان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او دغه راز پر حزب الله غږ وکړ، چې له اسرائیل سره د شخړې یوازینۍ حل لاره دیپلوماسي ده.

د لبنان ولسمشر په ده مرکه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک مخاطب کړ او ویې ویل: ''دا هېواد ستاسو نه دی، زموږ هېواد دی… دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړئ.''

''هغوی لبنان د امریکا سره په خپلو خبرو کې د چنې وهلو د وسیلې په توګه کاروي. دا د منلو وړ نه ده.''

دغه څرګندونې په لبنان کې د ژورو مذهبي او سیاسي اختلافاتو څرګندونه کوي.

حزب‌الله څه باندې درې میاشتې مخکې د تهران په ملاتړ او په داسې حال کې چې ایران د امریکا او اسرائیل تر بریدونو لاندې و، د شخړو نوې لړۍ پیل کړه.

جوزف عون

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلی عون، چې له ولسمشر کېدو وړاندې د لبنان د پوځ قومندان و، له تېر کال راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی، په سوله ییز ډول د حزب‌الله د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه راز له اسرائیل سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې، چې دغه دریځ یې له حزب‌الله سره اختلافونه لا ډېر کړي دي.

ایراني چارواکو ویلي، په لبنان کې اوربند له واشنګټن سره د هر ډول احتمالي سولې تړون لپاره له شرطونو یو دی، چې د پراخې سیمې د کړکېچ په چوکاټ کې مطرح شوی او دغه کړکېچ د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له برید وروسته پیل شو.

حزب‌الله پرون د اوربند هغه طرحه رد کړه چې د لبناني او اسرائیلي چارواکو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب په واشنګټن کې پرې هوکړه شوې وه.

د دې هوکړې پلي کېدل د حزب‌الله بریدونو د بندېدو او له سویلي لبنانه د هغوی د ځواکونو د وتلو پورې تړلی.

د حزب‌الله مشر، نعیم قاسم، پرون وویل چې په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ مخامخ خبرې ''د لبنان د خلکو د یوې لویې برخې''

له لوري رد شوې دي. خو ښاغلي عون د حزب‌الله مشر ته په ځواب کې وویل: ''د لبنان خلک، ستاسو خلک نه دي.''

لبناني چارواکي وایي، له مارچ میاشتې راهیسې د اسرائیل بریدونو په لبنان کې زرګونه کسان وژلي او شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه خلک بې‌کوره شوي دي. دغه راز اسرائیلي ځواکونو د سویلي لبنان ځینې سیمې نیولې دي.