د درېیم مقام پر سر د انګلنډ او فرانسې له ګولونو ډکه سیالي او د اېمباپې نوي ریکارډونه

د عکس سرچینه، Reuters
انګلنډ د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام کې د درېیم ځای خپلولو لپاره له ګولونو او هیجانه په یوه ډکه سیالۍ کې فرانسې ته د ۴ ګولونو مقابل کې پر ۶ ګولونو ماته ورکړه.
د انګلنډ او فرانسې ترمنځ دا سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده.
انګلند د ۱۹۶۶ کال فوټبال نړیوال جام له ګټلو پرته، په بل نړیوال جام کې دومره مخ ته نه وو تللی.
همدا راز له ۱۹۸۲ کال راهیسې (۴۴ کلونو کې) د فوټبال نړیوال جام په یوه سیالۍ کې هم دومره ګولونه نه وو وهل شوي.
په دې سیالۍ کې د څو نورو ریکارډو ترڅنګ د فرانسې کېلیان اېمباپې هم د دوو ګولونو په وهلو سره د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول وهونکی شو.
د انګلنډ لوبډلې د دې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه کړي، خو فرانسوي لوبغاړي د کوم ګول پر وهلو نه وو بریالي شوي.
فرانسې دویمه نیمايي توفاني پیل کړه، داسې چې تر ۶۶ مې دقیقې یې یو بل پسې درې ګولونه ووهل او سیالي یې ۳-۴ کړه.
خو د انګلنډ بوکایو ساکا په ۸۷ یمه دقیقه کې د پېنلتۍ بریالی شوټ وواهه او توپیر بېرته دوو ګولونو ته لوړ کړ.
ساکا په لومړۍ نیمايي کې هم دوه ګولونه کړي او له دغه درېیم ګول (هېټرک) سره د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.
که څه هم عثمان دېمبلې د دویمې نیمایۍ په اضافي وخت (۶+۹۰) کې بیا یو ښکلی ګول وواهه، خو فرانسې دا توپیر تر پایه ونه شو ساتلی، ځکه دوه دقیقې وروسته (۸+۹۰) د انګلنډ جود بلېنګم په یوازې ځان توپ له نیمايي میدانه د فرانسې تر دروازې ورساوه او هلته یې له دوو مدافعانو او ګول ساتونکي څخه په تېرولو سره له دېمبلې هم نسبتآ ښکلی ګول وواهه.
په دې توګه دا سیالي د انګلنډ په ګټه ۶-۴ پای ته ورسېده.
انګلنډ لپاره لومړۍ نیمايي کې دوه نور ګولونه ډېکلان رایس او اېزري کونسا وهلي وو.
د نړیوال جام د تاریخ مخکښ ګول وهونکی

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې کېلیان اېمباپې چې سږ کال د ارجنټاین له مشهور ستوري لېونل مېسي سره د زرین بوټ (ګولډن بوټ) جایزې پر سر سیالي کوي، د انګلنډ خلاف سیالۍ کې دوه ګولونه ووهل.
له دې سره د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د هغه د ګولونو شمېر ۱۰ ته ورسېده. نوموړي همدا راز د ۴ ګولونو پاسونه هم اچولي دي.
مېسي تر دې دمه په سږني نړیوال جام کې ۸ ګولونه وهلي، خو دا چې ارجنټاین له اسپانیا سره پایلوبې ته وتلی، نو امکان شته نور ګولونه هم ووهي.
د زرین بوټ جایزه هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې په نړیوال کې یې تر نورو ډېر ګولونه کړي وي.
اېمباپي د انګلنډ خلاف سیالۍ کې له دوو ګولونو سره د نړیوال جام په سیالیو کې تر ټولو د مخکښ ګول وهونکي ریکارډ هم، چې پخوا د مېسي په نوم ثبت و، د ځان په نوم کړ.
دغو ګولونو سره د نړیوال جام په سیالیو کې د اېمباپې د ټولو ګولونو شمېر ۲۲ ته ورسېد، په داسې حال کې چې مېسي ترې یوازې یو ګول شا ته ده.


















