نېله باغ استوګنیزه پروژه؛ کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د عکس سرچینه، arg
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د پلازمېنې کابل په دار الامان سیمه کې په 'نېله باغ استوګنېزه پروژه' کې د ۱۴۰۰ نویو اپارتمانونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه اپارتمانونه د چین په وړیا یا بلاعوضه مرسته په ۵۶ بلاکونو کې جوړېږي.
د دې پروژې د بنسټ ډبره نن یکشنبه (د اپرېل ۷مه) د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي په ګډون د بېلابېلو جګپوړو چارواکو، افغانستان لپاره د چین سفیر او د دغه هېواد د 'اېم سي سي ۱۹' شرکت د چارکو په حضور کې د کېښودل شوه.
د طالبانو حکومت وايي پر دې پروژې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لګښت راځي او چارې یې د دوی د کور او ښار جوړولو وزارت تر څارنې لاندې په درېیو کلونو کې بشپړېږي.
د دې پروژې د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې د افغانستان د مخکیني حکومت د ښار جوړولو وزارت او "اېم سي سي-۱۹" شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.
خو د دې پروژې عملي چارې ظاهرآ افغانستان کې د سیاسي او امنیتي تحولاتو له کبله تر اوسه ځنډېدلې وې.
هغه مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبر پاڼه کې دا اپارتمانونه د هغو ۱۰ زره کورونو لومړۍ برخه بللې وه، چې چین یې په ۲۰۱۵ کال کې له افغان حکومت سره د رغولو ژمنه کړې وه.
سیمه ییز اتصال لپاره ګډ کار

د عکس سرچینه، arg
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پیل "د هېواد د ابادۍ برخه کې مهم پرمختګ" بللی دی.
هغه دلته یو ځل بیا ویلي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته افغانستان کې د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ په ګډون بېلابېلو برخو کې پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
ملا برادر د چین له حکومت او پانګوالو وغوښتل چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي، چې په دې سره به د نوموړي په وینا د "کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي."
هغه همدا راز د چین له حکومت غوښتي چې "له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه د سیمه ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږې توګه کار وکړي."
د کورونو کمښت

د عکس سرچینه، arg
په افغانستان کې په ځانګړې توګه ښارونو کې د کورونو کمښت یوه لویه ستونزه بلل کېږي.
لامل دا دې چې د تېرو څه باندې څلور لسیزو جګړو پر مهال میلیونونه افغانان په کلیو او بانډو کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړوتل.
له دوی ځینې بهر ته کډوال او ځینې په کور دننه له یوې سیمې بلې ته بې ځایه شول.
په تېرو شلو کلونو کې که څه هم په بېلابېلو ولایتونو او ښارونو کې یو شمېر قانوني او غیر قانوني ښارګوټي جوړ شول، خو د بې کورۍ سونزه لا هم پاتې ده.
د افغانستان مخکیني حکومت چین سره د ۱۰ زره اپارتمانونو د جوړېدو هوکړه د پخواني شوروي اتحاد په مرسته کابل کې د مکروريانو تر پروژې راوروسته په افغانستان کې د استوګنځایونو د جوړېدو تر ټولو لويه پروژه بللې وه.
چارواکو په وينا دغه کورونه به دولتي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې د کورونو اخيستو وس نه لري په اوږد مهاله قسطونو ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت واک ته له راګرځېدو وروسته کابل او نورو ښارونو کې ودانیزې چارې درولې دي چې د بې کورۍ او بې کارۍ ستونزې ورسره ډېرې شوې دي.
تازه ښاغلي برادر د کور او ښار جوړولو له وزارت او کابل ښاروالۍ وغوښتل چې پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزې ژر حل او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه بېرته پیل شي.






















