هالنډ د نړیوالې بې ثباتۍ له زیاتوالي وروسته د خپلو سرو زرو زېرمو یوه برخه لندن ته ولېږدوله

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, هنري مور
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د نیدرلنډ (هالنډ) مرکزي بانک (ډي این بي) تايید کړې چې د څو میلیاردو ډالرو ارزښت سره زر یې له شمالي امریکا څخه لندن ته لېږدولي دي. د بانک په وینا، دا پرېکړه د مخ پر زیاتېدونکو جیوپولیټیکي کړکېچونو او نړیوالې بې باورۍ له امله شوې ده.
ډي این بي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د څو میاشتو په اوږدو کې د یوې پېچلې پروسې په ترڅ کې ۸۶ ټنه سره زر له امریکا او کاناډا څخه ولېږدول شول. دغه سره زر اوس د انګلنډ بانک (Bank of England) په زېرمو کې ساتل کېږي، ځکه د بحراني حالاتو پر مهال هلته د سرو زرو پېر او پلور یا لېږد نسبتاً اسانه ګڼل کېږي.
د بانک مشر اولاف سلیپن په وینا، دا اقدام د ''موسسې د مالي پیاوړتیا او د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي د ښه کولو'' لپاره اړین و.
دا پرمختګ په داسې مهال رامنځته شوی چې د امریکا او کاناډا ترمنځ سوداګریز کړکېچ لا هم دوام لري. د سوداګریزو خبرو له بې پایلې پاتې کېدو وروسته، دواړو هېوادونو اعلان کړی چې د یو بل پر محصولاتو به نوي ګمرکي تعرفې ولګوي.
د نیدرلنډ مرکزي بانک (ډي این بي) په وینا، د مارچ او اګست ترمنځ ۲۷ ټنه د سرو زرو خښتې له نیویارک او اوټاوا څخه د هالنډ د زایسټ ښار ته ولېږدول شوې.
وروسته له هغې، همدومره اندازه او د ورته معیار سره زر لندن ته ولېږدول شول، او د دې بهیر پر مهال د سرو زرو د خښتو د ویلې کولو یا بیا جوړولو اړتیا رامنځته نه شوه.
خو بانک په دې هکله څه نه دي ویلي، چې د اطلس سمندر دواړو غاړو ترمنځ دومره لویه اندازه سره زر په څه ډول لېږدول شوي دي.
د بانک د معلوماتو له مخې، د پاتې سرو زرو لېږد د دې لارې بشپړ شو چې په نیویارک کې سره زر وپلورل شول او بیا په لندن کې د هماغې اندازې سره زر بېرته وپېرودل شول.
''د سرو زرو د پېر او پلور او فزیکي لېږد د بهیرونو په یوځای کولو سره، له دې پېچلي عملیات سره تړلي خطرونه په بېلابېلو پړاوونو ووېشل شول، چې د خطرونو د مدیریت په برخه کې یې مرسته وکړه.''
بانک دا روښانه نه کړه چې د دوی له لوري کارول شوې اصطلاح ''جیوپولیټیکي بېثباتي'' په مشخص ډول کومو حالاتو ته اشاره کوي.
خو د شنونکو په وینا، له ایران سره روان کړکېچ او جګړه د امریکا اقتصاد له زیاتې بې باورۍ او نامعلوم وضعیت سره مخ کړی دی. د دې وضعیت اغېزې یوازې تر امریکا محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې پر نړیوالې سوداګرۍ او مالي بازارونو هم څرګند اثرات پرېوتي دي
بل خوا، کاناډا د فولادو، المونیم، لرګیو او موټرو په څېر پر مهمو سکتورونو د امریکا له لوري لګېدلو تعرفو له امله له ستر اقتصادي زیان سره مخ شوې ده. د اګست په میاشت کې امریکا د شاوخوا ۲۸ میلیارده کاناډايي ډالرو (۲۰ میلیارده امریکايي ډالرو یا ۱۵ میلیارده پونډو) په ارزښت پر کاناډايي توکو سربېره ۵۰ سلنه اضافي تعرفه هم ولګوله.
د ډي این بي په وینا، هغه سره زر چې د انګلنډ په بانک (Bank of England) کې ساتل کېږي، ''په نړۍ کې تر ټولو اسانه راکړه ورکړه کېدونکي سره زر'' ګڼل کېږي. له همدې امله، د هر ډول بحران یا نامعلوم وضعیت پر مهال دغو زېرمو ته لاسرسی د امریکا یا کاناډا پرتله ډېر اسانه بلل کېږي.
د چهارشنبې ورځې تر اعلان مخکې، ډي این بي د خپلو سرو زرو ۳۱.۳ سلنه زېرمې په نیویارک او ۱۹.۷ سلنه په اوټاوا کې ساتلې. خو له وروستۍ لېږدونې وروسته، په دغو دواړو هېوادونو کې د ساتل شويو سرو زرو ونډه ۱۸.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د ډي این بي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه د نیدرلنډ د سرو زرو ټولې زېرمې ۶۱۲.۴ ټنه وې، چې ارزښت یې نږدې ۷۲.۲ میلیارده یورو ته رسېده.
د دې لېږد په پایله کې په لندن کې د ساتل شويو سرو زرو ونډه له ۱۸.۱ سلنې څخه ۳۲.۱ سلنې ته لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې د بانک ۳۰.۸ سلنه د سرو زرو زېرمې لا هم په نیدرلنډ کې خوندي ساتل کېږي.


















