"تاوان ورکړئ، که نه پښتورګی له لاسه ورکوئ"؛ بریتانیا ته پرلاره تښتول شوو ناقانونه کډوالو ته ګواښونه

    • Author, سو مچل او بین ملني
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

بي بي سي ته معلومه شوې ده تېر کال هغه ۳۰۰ کډوال، چې غوښتل يې په ناقانونه توګه بریتانيا ته داخل شي، وتښتول شول، وربړول شول او د بدن د غړو د ايستلو له ګواښ سره مخ شول.

دغه ځوانان، چې د عراق د کردستان اوسېدونکي وو، په ليبيا کې يوې وسله‌والې ډلې تښتولي وو. وروسته دغې ډلې د هر کس له کورنۍ د خوشي کولو په بدل کې پنځه زره امريکايي ډالر تاوان وغوښت. تښتوونکو ګواښ کړی و چې که تاوان ژر ورنه کړل شي، د هغوی پښتورګي به په زور وباسي.

بي بي سي له هغو څو ځوانانو سره خبرې کړې دي چې تښتول شوي وو او وروسته خوشي شول. همدارنګه يې داسې انځوريز شواهد هم ليدلي چې ښيي ځينې جبري عمليات رښتيا هم ترسره شوي وو.

دغو ځوانانو د هغه ظلم او شکنجې نښې هم وښودې چې دوی ګاللي وو او ويې ويل چې دوی په ډېرو سختو شرايطو کې بنديان ساتل کېدل، داسې چې ۱۸۰ کسان په يوه کوټې ته ورته ځای کې يوځای ساتل کېدل. لږ تر لږه يو تښتول شوی کس مړ شوی دی او تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کسان لا هم بنديان دي.

داسې ښکاري چې دې وسله والې ډلې په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې له دغو ځوانانو سره به د ليبيا له لارې د سفر په تنظيم کې مرسته وکړي، خو وروسته د پيسو د ورکړې پر سر د نوح هارون په نوم له يوه قاچاقبر سره شخړه رامنځته شوه. هارون دا مهال په فرانسه کې د تورو پيسو سپینولو او انساني قاچاق په جرمونو کې له محکومېدو وروسته د ۱۰ کلونو بند سزا تېروي.

د دغو تښتونو جزئيات هغه وخت راڅرګند شول کله چې بي بي سي د کاردو جاف په نوم د يو بل قاچاقبر په اړه پلټنې کولې. کاردو هم تېره مياشت نيول شوی دی. هارون او کاردو پخوا يو ځای کار کاوه او دواړه د عراق د کردستان د رانيه ښارګوټي اوسېدونکي دي؛ هغه سيمه چې د بریتانيا د څېړنيز مرکز چټم هاوس په وينا پکې د قاچاقبرانو ډلې ډېرې فعالې دي.

په فبرورۍ مياشت کې د بي‌بي‌سي يوې څېړنډلې په رانيه کې د کاردو په اړه پوښتنې کولې، چېرته چې يو ځايي کس ورته وويل زوی يې هم له تښتول شويو کسانو و. هغه وويل چې د هارون ډلې بریتانيا ته د رسېدو لپاره له دوی زرګونه ډالر اخيستي وو او پلان دا و چې د شمالي افريقا له لارې به اروپا ته ورسول شي.

انتوني ډنکرلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره کار کوي، د انساني قاچاق په اړه د خبرو پر مهال وويل چې د کډوالو دغه لاره د ليبيا له لارې هم تېرېږي. ليبيا هغه هېواد دی چې پراخې سيمې يې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو تر ولکې لاندې دي او قاچاقبران ډېری وخت د همدې ډلو پر ملاتړ تکيه کوي.

بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې د کډوالو څو ډلې ليبيا ته رسېدلې وې. هلته هغوی په يوه کمپ کې بنديان کړل شول او د هر کس له کورنۍ پنځه زره امريکايي ډالر وغوښتل شول. وسله‌والې ډلې ادعا کوله چې نوح هارون د يوه پخواني تړون له مخې پيسې نه وې ورکړې او که دا پور ژر ادا نه شي، نو د بنديانو له پښتورګو به د تاوان په توګه استفاده وشي.

د ليبيا وسله‌والو ډلو د تښتول شويو کسانو انځورونه او ويډيوګانې هم د هغوی کورنيو ته استولې وې. په يوه ويډيو کې يو ځوان ته ويل کېدل چې یوه ډاکټر ته د هغه د پوښتورګو د ایستلو لپاره وړل کېږي.

په رانيه کې هغه ځايي کس چې له بي‌بي‌سي سره يې اړيکه نيولې وه، ادعا وکړه چې د تاوان پيسې يې ورکړې دي. د هغه زوی د هغو ۱۱۰ بنديانو له ډلې و چې د عراق حکومت په جنورۍ مياشت کې د يوې ځانګړې الوتکې له لارې بېرته هېواد ته راوستل.

دغه کس د خپل زوی يو انځور هم وښود چې د بند پر مهال اخيستل شوی و. په انځور کې د جراحۍ يو ټپ ښکاره کېده او کورنۍ يې اندېښنه لرله چې ښايي د هغه پښتورګی ايستل شوی وي.

له دې مرکې وروسته لسګونه نور کسان هم مخې ته راغلل او ورته انځورونه يې بي‌بي‌سي ته وښودل. بي بي سي له دغو انځورونو يو انځور په بریتانيا کې يو طبي متخصص ته وښود. د هغه په وينا، دا زخمونه د هغو زخمونو په څېر ښکاري چې د پښتورګي د عملياتو پر مهال رامنځته کېږي. خو پر دې سربېره، بي بي سي ونه توانېده چې په قطعي ډول ثابته کړي رښتيا هم پښتورګی ايستل شوی و.

د یادولو ده چې د ليبيا له لارې د سفر کوونکو کډوالو تښتول کېدل يوه عامه پېښه ده. انتوني ډنکرلي وايي: "مجرمان د دولت له کمزوري کنټروله ګټه اخلي او همدا لامل دی چې د دغو پېښو څېړنه هم ډېره ستونزمنه وي".

له دغو تښتول شويو کسانو ډېر کسان خوشي شوي دي، ځکه چې د هغوی کورنيو د تاوان پيسې ورکړې وې. خو کردي چارواکي شک لري چې د ځينو بنديانو پښتورګي يا د بدن نور غړي ايستل شوي دي. بي‌بي‌سي رانیه ته له ځینو بېرته ستنو شویو څو کسانو سره خبرې کړې دي.

يو ځوان وويل چې د ربړونې پر مهال يې پښه سوځول شوې وه. هغه د خپلو ټپونو نښې هم وښودې. يو ۱۶ کلن ځوان وويل: "موږ شپږ مياشتې لمر نه و ليدلی".

دغه ځوان زياته کړه زندان دومره تنګ و چې ۱۷۰ کسان به پکې په ناسته ويدېدل. "بنديانو ته يوازې يو تشناب و او که چا به زيات وخت پکې تېر کړ، نو وهل کېده به".

د تښتول شويو کسانو کورنيو بي‌بي‌سي ته ويلي چې بنديانو ته به هره ورځ د خوړو لپاره يوازې د ډوډۍ يوه ټوټه ورکول کېده او هغه هم د پيسو په بدل کې.

پر دغو ټولو خطرونو سربېره، د عراقي له کردستانه بریتانيا او اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو شمېر لا هم نه دی کم شوی. د کردستان حکومت د کورنيو چارو وزارت چارواکی هیم میراني وايي: "هغه کسان چې بېرته راستانه شوي، بايد خپل دوستان او د کورنۍ غړي له خپلو تجربو خبر کړي، چې هغوی له دې سفره ډډه وکړي."

هغه د يوه پلار کيسه هم بيان کړه چې زوی يې په ليبيا کې له يوه ادعا شوي جراحي عمليات وروسته مړ شوی و. کله یې چې زوی په رانيه کې خاورو ته وسپارل شو، پلار وروسته خبر شو چې د هغه د زوی دوه د تره زامن تازه اروپا ته د سفر لپاره روان شوي دي.

هغه وايي: "د دې کاروبار تر ټولو خواشينوونکی اړخ دا دی چې موږ ترې هېڅ پند نه اخلو."