ولې د نارينه وو پرتله ښځې ډېرې د نیم سري په ناروغۍ اخته کېږي او څه مرسته کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سارا بېل
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د نيم سري يا مايګرېن درد ډېرو کسانو ته نوې خبره نه ده. دا حالت کولی شي پر اړيکو، دندو او رواني روغتيا ډېر اغېز ولري او ځانګړې توګه د نارينه وو پرتله ښځې درې برابره ډېرې د نیم سري له درد سره مخامخ شي.
خو نيم سری یا مايګرېن ولې رامنځته کېږي او د دې حالت د کنټرول لپاره څه کېدی شي؟
د نيم سري نښې څه دي؟
د بریتانيا د نيم سري ټرسټ خيريه ادارې په وینا، نيم سری په ټوله نړۍ کې شاوخوا له هرو اوو کسانو پر يوه اغېز کوي، چې له يو ميليارد زيات کسان کېږي.
نيم سری یوه جنېټيکي او عصبي ناروغي ده چې مغز د بدلونونو پر وړاندې لا نور حساس کوي.
ډاکتره ګېټي مونرو چې د بریتانيا د نشنل مايګرېن سنټر په خيريه اداره کې د نيم سري کارپوه ده وايي، ځينې هغه کسان چې د دې ناروغۍ جينونه لري، هېڅکله نه فعالېږي او هغوی "په ډېره اسانۍ سره خپل ورځنی ژوند کوي"
خو په ځينو نورو کسانو کې بېلابېل بهرني عوامل کولی شي په مغزو کې د ځانګړو عصبي لارو د فعالېدو لامل شي. دا کار د عصبي کيمياوي موادو د خوشي کېدو سبب کېږي چې مايګرېن تحريکوي.
په دې نښو کې د سر درد شامل دی خو کانګې، د سر ګرځېدل او د فکر ګډوډي یا د مغز دروند حالت احساس هم رامنځته کېدی شي.
ډاکتره مونرو چې د مايګرېن په اړه د هېډز اپ په نامه يوه پوډکاسټ خپرونه چلوي وايي، "ځينې وخت خلک ځانګړې نښې لري، خو بل ځل یې نښې يو څه توپير کوي. دا نښې د کورنۍ د غړو تر منځ هم توپير کولی شي او په حقیقت کې د انسان د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې هم بدلېدی شي".
د نيم سري درد ولې پېښېږي؟
ډېر کم يوازې يو عامل د مايګرېن حملې سبب کېږي، کېدی شي واړه واړه عوامل په تدريجي ډول سره راټول شي، تر هغه چې د ناروغ د زغم له حده واوړي. په دې عواملو کې د هورمونونو بدلونونه، د وینې د شکرې نامنظمه کچه او کم خوب یا اوږدمهاله خوب شاملېدلی شي.
فشار یا سټرېس هم په دې کې مهم رول لري. خو له لږ ارام او سکون وروسته موده هم کولی شي د نیم سري حمله راوپاروي.
ډاکتره مونرو وايي، دا موضوع په ځانګړې توګه د ښځو په اړه سمه ده، "موږ ښځې تر ډېره د کورنۍ د ټولو چارو سمبالښت پر غاړه لرو، په يو وخت کې څو کارونه ترسره کوو او د کورنۍ ټولو غړو د کارونو او ملاقاتونو مهالوېش ساتو".
د هوا بدلونونه لکه د تودوخې درجه، د هوا فشار او رطوبت، ټول کولی شي د مايګرېن حملي راوپاروي. دا د دې له امله وي چې بدن باید په خپله د هوا له بدلون سره ځان برابر کړي یا د دې بدلونونو له اړوندو اغېزو، لکه د بدن د اوبو له کمښت له کبله هم رامنځته کېږي.
ځينې روغتيايي ستونزې لکه په بدن کې د اوسپنې ټيټه کچه، د سلياک ناروغي یا د تايرايډ غدې کم فعاليت هم کولی شي مايګرېن راوپاروي.
هورمونونه څه اغېز لري؟
شاوخوا ۱۰ سلنه ماشومان مايګرېن لري او په هلکانو او نجونو کې یې کچه نژدې يو شان وي خو دا حالت د بلوغ پر مهال هغه وخت چې نجونې د مياشتني عادت دوره پيلوي، بدلېږي.
اغلې مونرو چې د عمومي برخې پخوانۍ ډاکتره ده وايي، "...ښځې د نارينه وو پرتله ډېرې د نيم سري له حملو سره مخامخېږي او موږ دا توپير د ژوند په اوږدو کې تر مېنوپاز يا د مياشتني عادت تر درېدو پورې وينو".
د هورمونونو بدلونونه د مايګرېن يو مهم محرک دی او د ښځو د مياشتني عادت له پيل لږ وړاندې د اسټروجن په کچه کې چټک کمښت د دې لامل کېږي چې په دې وخت کې د مايګرېن حملې په ځانګړې توګه سختې وي.
له مينوپاز حالت وړاندې یعنې هغه انتقالي پړاو چې يوه ښځه یې د مياشتني عادت له بندېدو مخکې تېروي، د هورمونونو په کچه کې چټک بدلونونه هم کولی شي، د مايګرېن حالت لا ناوړه کړي.
دا وايي، "هورمونونه په دې دوره کې ډېر بې ثباته وي، د مينوپاز ( په ښځو کې د میاشتني عادت د پړاو بندېدل) له حالته وړاندې دورې پر مهال مايګرېن د ډېرو ښځو لپاره يوه لويه ستونزه او مهمه موضوع ده".
خو موضوع يوازې د هورمونونو په اړه نه ده. هغه وايي، "کېدی شي تاسو په يوه وخت کې د تنکيو ځوانانو او د عمر خوړليو ميندو او پلرونو د اړتياو تر منځ توازن وساتئ، او کېدی شي ستاسو د مينوپاز نښې هم د دې لامل شي چې ښه خوب ونکړي".
له مينوپاز وروسته کېدی شي د مايګرېن حملې کمې شي، ځکه چې د هورمونونو کچه نسبتا باثباته کېږي.
څنګه پوهېدی شئ چې د مايګرېن له حملې سره مخامخ ياست؟
د مايګرېن حمله په څلورو پړاونو کې رامنځته کېږي. لومړی پړاو د پروډروم يا د مخکيني پړاو نښې دي چې په دې وخت کې په مغز کې بدلونونه په تدريجي ډول پيل او زياتېږي. ځينې خلک د خبرداری نښې لري، لکه ارږمی ايستل، سخته ستړيا او د ورمېږ درد شامل دي.
بل پړاو اورا دی چې تر يوه ساعت پورې دوام کولی شي. په دې پړاو کې معمولا د ليد ستونزې رامنځته کېږي لکه کږې وږې کرښې یا سپين ټکي. دا حالت په شاوخوا درېيمه برخه ناروغانو کې ليدل کېږي.
وروسته د سر درد یا اصلي اغېز پړاو راځي چې له څلورو تر ۷۲ ساعتونو پورې دوام کولی شي. ځينې خلک ښايي د زړه بدوالی او کانګې هم تجربه کړي.
وروستی پړاو پوسټ ډرومل یا د خمارتوب پړاو په نامه يادېږي. دا پړاو کېدی شي له هغه وروسته چې سر درد تر ډېره کم شوی وي، يوه يا دوې ورځې دوام وکړي.
ډاکتره مونرو وايي، "داسې احساس وي لکه چې د سړک رولر درباندې تېر شوی وي".
هغه زياتوي، "تاسو په ډېره سختۍ بېرته ځان راټولوئ او دا هغه وخت دی چې خلک معمولا بېرته ورځنيو چارو ته ستنېږي خوښايي لا هم په بشپړه توګه د عادي فعاليت توان و نه لري".
د ژوند په بڼه کې کوم بدلونونه د مايګرېن په کنټرول کې اغېزناک ثابتېدی شي؟
په دوديز ډول د مايګرېن ناروغانو ته ويل شوي چې له هغو محرکاتو ډډه وکړي چې حمله رامنځته کولی شي، لکه کفين یا چاکلېټ خو ډاکتره مونرو وايي، پر ځای یې بايد دې ته پام وکړو چې خپل ورځنی ژوند تر ممکنه حده منظم کړو.
هغه زياتوي چې د مايګرېن د پلټونکې په څېر دې فکر وشي چې د نيم سري له حملې څو ورځې مخکې، څه بدل شوي وو، ښايي له هغو کارونو یا شرايطو ډډه وکړئ.
خو ژوند تل د انسان د پلان له مخې نه وي، ډاکتره مونرو وايي، "موږ ټول نه شو کولی چې هر څه په بشپړه توګه سم ترسره کړو. ځان په ګناه او ملامتۍ مه ځوروئ. خپله تر ټولو ښه هڅه وکړئ".
اړين دي چې په منظم ډول خواړه وخوړل شي او د وينې د شکر کچه ټيټه نشي. همدارنګه هڅه دې وشي چې ښه خوب وکړئ او تر ممکنه حده په منظم ډول په يوه ټاکلي وخت ويده کېدل او سهار په يوه ټاکلي وخت له خوبه پاڅېده هم مهم دي.
که څه هم ورزش د هر چا لپاره مهم دی خو ورزش هم کولی شي مايګرېن راوپاروي. د نيم سري ناروغان بايد دې ته پام وکړي چې ایا د ورزش او فعاليت لپاره یې بدن ته په کافي اندازه خواړه او اوبه رسېدلي دي که نه.
ډاکتره مونرو وايي، دا ډول چلند ښايي وښيي چې ولې د اوونۍ پای د مايګرېن له ګواښ سره مل وي، د جمعې په ورځ موږ کوم کار بل ډول کوو چې له داسې حالت سره مخامخ کېدی شو؟
دا وايي، "کېدی شي تاسو د کار د پايته رسولو لپاره بيړه کوئ. کېدی شي ماښام د ارامېدو لپاره خپل عادت بدل کړئ او ښايي يو ګيلاس شراب وڅښۍ چې عموما یې د اوونۍ په نورو ورځو کې نه څښئ. کېدی شي لږ ناوخته ويده شئ".
هغه زياتوي، "موضوع دا ده چې په دې فکر وکړئ چې څه شی بدلېږي او کوم کارونه کولی شي لا ډېر منظم کړئ".
کوم درمل مرسته کولی شي؟
دا ډېره مهمه ده چې د اغېزناکو درملو په واسطه مايګرېن حمل په لومړني پړاو کې درملنه وشي. اغلې مونرو وايي، ځينې خلک ډېر وخت دې ته انتظار باسي چې دا حمله ښايي سخته نه وي.
دا زياتوي، "ترهغه وخته پورې اغېز دومره زيات شوی وي چې هرڅه وکړئ، اغېزناک نه وي. د حملي په لومړيو کې د درملو اخيستل اغېز کموي".
ډاکتره مونرو وايي، د زړه بدوالي ضد يوه ګولۍ او د درد ضد درمل لکه ايبوپروفين يا اسپرين په پام کې ونيسئ. پاراسټامول لږ اغېزمن دی او نوموړې خبرداری ورکوي چې د کوډين له کارولو ډډه وکړئ، ځکه چې دا د سر درد د لا خرابېدو لامل کېدی شي.
د ټرېپټانونو په نامه درمل هم شته چې په ځانګړي ډول د مايګرېن لپاره کارول کېږي او ډاکتران یې تجويزولی شي.
نوموړې وايي، ځينې شواهد ښيي چې سپلمېنټونه لکه مګنيزيم او ويټامين بي۲ کولی شي د مايګرېن حملو په کمولو کې مرسته وکړي.
ساينسپوهانو موندلې ده چې کوم عصبي کيمياوي مواد مهم رول لري. د سي جي ار پي په نامه يو پېپټايډ د ځينو خلکو لپاره اغېزناک دی.اوس داسې درملنې شته چې د دې د اغېز مخه نيسي.
په نورو درملنو کې بوټوکس هم شامل دي، ساينسپوهان فکر کوي چې ښايي دا د درد رامنځته کوونکو کيمياوي موادو د خوشي کېدو مخه ونيسي. همدارنګه کورنۍ درملنې لکه يوګا، تای چی او ځينې نورې هم اغېزناکې ثابتېدلی شي.
ډاکتره مونرو وايي، تر ټولو مهم کار چې خلک یې بايد وکړي دا دی چې نور معلومات ترلاسه کړي. دا وايي، ډېر اميد شته، نو مه تسليمېږئ او داسې فکر مه کوئ چې تاسو هر څه ازمويلي دي، ځکه چې داسې به نه وي."


















