شهباز شریف په څلور ورځني سفر چین ته تللی

شهباز شریف

د عکس سرچینه، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه ویناپاڼه کې ویلي، شهباز شریف د شنبې پر سهار د یوه څلور ورځني سفر په موخه د چین هانګژو ښار ته روان شو.

د اعلامیې پر بنسټ له هغه سره دغه سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د پلان وزير احسن اقبال، د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ، د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزيره شزا فاطمه خواجه ملتیا کوي.

ویل شوي چې، د پاکستان لومړی وزير به په هانګژو کې د ژېجيانګ ولايت له والي سره وګوري. هغه به د سوداګرۍ په يوه ناسته کې هم ګډون وکړي چې موخه يې د پاکستاني او چينايي شرکتونو ترمنځ د سيپېک دويم پړاو په اډانه کې همکارۍ ته وده ورکول یاد شوي دي او دا چې د تړونونو او هوکړو په مراسمو کې به هم ګډون وکړي.

ویناپاڼه کاږي، ښاغلی شریف به د چين د څو سترو شرکتونو له اجرائيوي مشرانو سره غونډې ولري. هغه به د چين د علي بابا شرکت مرکزي دفتر ته هم ورشي.

چیني او پاکستان مشران

د عکس سرچینه، Prime Minister's Office

د عکس تشریح، د پاکستان لومړ وزير شهباز شريف د پنجشنبې پر ورځ د مې پر ۲۱مه په اسلام‌اباد کې د پاکستان او چين ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو د پنځه اويايمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې کيک پرې کړ.

د پاکستان لومړی وزیر به " په بيجینګ کې د چين له ولسمشر شي جين‌پينګ او لومړي وزیر لي چيانګ سره وګوري." اعلامیه کې ویل شوي " لومړی وزير به د پاکستان او چين ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د پنځه اويايمې کليزې د نمانځنې په يوه غونډه کې هم ګډون وکړي."

چین په پاکستان کې له تېرې اوږدې مودې پراخه پانګونه کړې خو په بلوچستان او ځینو نورو سیمو کې چینايي وګړي د وسله والو له سختو بریدونو سره هم مخ شوي. د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې خیبر پښتونخوا قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې یوه برید کې پنځه چینايي انجینران ووژل شوي وو چې له هغه وروسته دغلته د ځینو پروژو کار ځنډول شوی وو. د ۲۰۲۱ کال په جولای کې هم پاکستان کې پر چینايي وګړو مرګونی برید شوی وو چې د نهو انجینرانو په ګډون ټول ۱۳ کسان په کې وژل شوي وو.

پر چینايي وګړو له خونړیو بریدونو وروسته د کابینې یوې غونډې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو "ددې پېښې تر شا د پاکستان د ټولو هغو دوښمنانو لاس دی چې نه غواړي د پاکستان او چین ملګرتیا پیاوړې او لا پراخه شي."

چین په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره هم هڅې کړې وې او پاکستانی لوری او افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي یې هڅولي وو چې د ټیکاو ټینګښت لپاره دې یوه سیاسي حل ته مخه کړي.

څاروونکي پر دې اند چې چین په سیمه کې د خپل اغېز پراخولو لپاره پر افغان او پاکستاني لورو فشار ساتي چې شخړه لا نوره لویه نه شي. که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر دفتر دې سفر کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په تړاو د چین د ونډې او یا کومو خبرو یادونه نه ده کړې.