بلوچستان؛ کوټې ته نژدې د سکرو کان نړېدلی، تر اوسه د ۱۸ کان کېندونکو مړي رایستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې د سورینج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د پېښې له امله د بند پاتې شویو کانکېندونکو له ډلې د ۱۸ تنو مړي را ایستل شوي دي.
د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې پي ډي ایم اې د عملیاتو مدیر محمد فهد د ۱۸ مړو د ایستلو پخلی کړی دی.
هغه د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته ویلي چې د پي ډي اېم اې او نورو اړوندو ادارو د ژغورنې ګډ عملیات لا هم روان دي.
چارواکي او د کارګرو استازي وايي، دا پېښه د یوې زورورې چاودنې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې له ۲۴ څخه زیات کانکېندونکي تر ځمکې لاندې بند پاتې شول.
د کارګرو د اتحادیې استازو ویلي چې چاودنه دومره سخته وه چې د کان یوه لویه برخه نړېدلې او را لوېدلې ده.
د بلوچستان د کانونو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې د کان د نړېدو له پېښې سملاسي وروسته د ژغورنې عملیات پیل شول. د کارګرو یوه مشر پیر محمد کاکړ بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کان کې د میتان ګاز د راټولېدو له امله چاودنه شوې ده.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ویلي چې د کان له مالکانو سره د خبرو پر مهال ورته ویل شوي چې د پېښې پر وخت په کان کې له ۳۵ ډېر کارګران موجود وو.
چارواکو خبرداری ورکړی چې د چاودنې د شدت او د پرمختللو ژغورنیزو وسایلو د نشتوالي له امله کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
سورینج سیمه او د سکرو کانونو د پېښو مخینه
سورینج د بلوچستان له مرکز کوټې ښار ختیځ لوري ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري. دا یوه غرنیزه سیمه ده چې پکې د سکرو ګڼ شمېر کانونه شته.
د سورینج او شاوخوا سیمو په سکرو کانونو کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.
د نورو پرمختللو صنعتي فعالیتونو د نشتوالي له امله، د سکرو کان کېندنه په بلوچستان کې له مهمو صنعتونو یوه ګڼل کېږي.
د سکرو کانونه تر ډېره د کوټې، کچي، هرنای او دوکۍ سیمو کې موقعیت لري، او زرګونه کان کېندونکي او کارګران په مستقیم او غیرمستقیم ډول له دې صنعت سره تړلي دي.
د کارګرو یو مخکښ مشر لالا سلطان وايي چې د خوندیتوب د عصري تدابیرو نشتوالی او قراردادي (ټېکه دارۍ) سیستم هغه مهم عوامل دي چې له امله یې د بلوچستان په کانونو کې د پېښو کچه د پاکستان د نورو صوبو پرتله لوړه ده.
د هغه په وینا، هر کال په دغو پېښو کې ګڼ شمېر کان کېندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کېږي.


















