پکتیا کې درې امریکايي پوځيان وژل شوي

له تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر نړیوال پوځيان وژل شوي.
د عکس تشریح، له تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر نړیوال پوځيان وژل شوي.
د خپرېدو وخت

افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي، چې پکتیا ولایت کې درې بهرني پوځيان وژل شوي.

ناټو وايي، وژل شوي پوځيان امریکایان دي، چې د اورپکو په یوه برید کې وژل شوي.

له تېر یوه کال راپدېخوا افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر نړیوال پوځيان وژل شوي.

په دوی کې یوازې ۸۰ یې امریکایان وو.

همداراز، د یکشنبې پر ګهيځ (اګست ۱۱) د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت یو جګپوړی امنیتي چارواکی د سړک غاړې ماین په چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپیان شوي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د ولایت د ملي امنیت لومړی مرستیال عبدالجبار د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ټپي شوی.

خو وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې د پکتیا د ملي امنیت رییس یې وژلی، چې دا ادعا چا تایید نه کړه.

پکتیا د افغانستان سوېل ختيځ کې یو له هغو نسبتاً نا امنو ولایتونو دی، چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.

ځینې افغان چارواکي په دې اند دي، چې د ډیورنډ د کرښې له هاخوا اورپکي د دغه ولایت له لارې افغانستان ته د بریدونو لپاره را اوړي.

د پکتیا پر ځینو برخو وسله وال طالبان ولکه لري، چې وخت-ناوخت پر امنیتي او حکومتي کارکوونکو او پولیسو بریدونه کوي.