افغانستان کې لومړنی جمهوري نظام؛ داود خان
پنځوس کاله مخکې پر همدې ورځ، د جولای پر ۱۷ مه افغانستان کې سردار داود خان، د خپل تربره پاچا ظاهر شاه پر وړاندې کودتا وکړه او د واکمنۍ نظام يې بدل کړ.
واک ته په رسېدو، داود خان شاهي نظام ختم کړ، او په خپله مشرۍ يې يوه ګونديزه واکمني پيل کړه.
هغه مهال پاچا ظاهر شاه، د درملنې لپاره له وطنه وتلی و او ايټاليا کې و.
د کودتا خبر په ورسېدو، پاچا سملاسي غبرګون کې پاچاهي پرېښوده او يو پيغام کې يې داود خان مشر ومانه. ځينې بيا افغانستان کې د جګړو او ناراميو پيل همدا د چنګاښ ۲۶ مې کودتا ګڼي.
سيد عبد الله نظام یې په اړه راپور چمتو کړی.