افغانستان کې پر کروندو د ملخانو بريد

د ویډیو تشریح، افغانستان کې پر کروندو د ملخانو بريد
د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال کې په سلګونو زرو ملخانو کرنیزې ځمکې لاندې کړي او حاصلات یې له منځه وړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په وینا، سږ کال به ملخان ۱.۲ میلیون ټنه غنم له منځه یوسي، چې د کلنيو حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي او سلګونه میلیون ډالر تاوان به اړوي.

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې که د ملخانو چاره ونه شي راتلونکی کال یې شمېر سل ځله زیاتېدی شي.