کندهار کې د ځمکنيو توتانو کرکيله ډېره شوې

افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکيلي لپاره مناسبه هوا او اوبه لري. د دې هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار کي د ځمکنيو توتانو یا توتۍ کرکیله وروستيو کي پراخه شوې ده. ځمکني توتان یا توتۍ په لويه کچه د ويټامين سي تر څنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي. په کندهار کې زموږ خبريال مامون دراني دغه عکسونه رالېږلي دي.

کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، په کندهار کي د ځمکنيو توتانو کرکیله وروستیو دوو کلونو کي پراخه شوې ده.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، د زراعت برخه کي یو شمېر مسلکي کسانو د دغه مېوې بوټي له ایټالیا راغوښتي، چي په کال کي درې فصله حاصل ورکوي.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، ځینو کسانو په باغونو او پرانیستو سیمو کې او ځینو بیا په سرپټو یا زرغونو خونو کي د ځمکنيو توتانو یا توتۍ کرکیله پیل کړې ده.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، کروندګر وایي توتۍ له کرلو درې میاشتي وروسته پر حاصل راځي او هرو دوو ورځو کې ترې حاصل ټولوي.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، په ۴۸ ساعتونو کې د توتۍ له یو جریب کروندې نه له ۱۵ تر شل کېلو حاصل ټولیږي
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، په بازار کې د يوې کیلو توتۍ بېه له ۲۰۰ نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، ځمکني توتان په لويه کچه د ويټامين سي تر څنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، ځمکني توتان
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، توتۍ
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، توتۍ
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، ځمکني توتان یا توتۍ
کندهار کې د ځمکې توتان
د عکس تشریح، توتۍ